اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي اوسنې حكومت د عامې روغتيا نظام لا ښه كولو لپاره پوخ عزم لري٬د وزيراعظم د روغتيا قامي پروګرام مقصد د ټولنې غريبو خلكو له د روغتيا وړيا نوې آسانې وركول دي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ ډ پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د روغتيا نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړی۔وزيراعظم ووئيل زه خوشحاله يم چې پاكستان د روغتيا نړيوالې ورځې په لمانځلو كښې نړۍ سره شريك دے۔ده ووئيل په كال 2015م كښې د روغتيا قامي پروګرام پېل كېدو نه پس د اسلام آباد٬كوئټه٬ لوره لائي٬لسبيله٬كيچ ٬مظفرآباد٬ كوټلي٬ سكردو٬ديامر٬رحيم يار خان٬ خانيوال ٬نارووال٬ سرګودها٬ خېبرايجنسي٬ باجوړ ايجنسۍ او ټهټه پشمول د هېواد د 16 ضلعو غريب اولس د روغتيا آسانيو څخه استفاده پورته كوي۔ده ووئيل د 16 لكو څخه زياتو كورنيېو تراوسه پروګرام كښې پخپله اندراج كړی او د روغتونونو نه د 18 زره خلقو د بېلا بېلو ناروغو معالجه شوې۔وزيراعظم ووئيل سږ كال د روغتيا نړيوالې ادارې د روغتيا نړيوالې ورځې موضوع ډپريشېن ټاكلې٬دا د ذهني ناروغو او په خاص توګه د ډپريشن په ضد د نړيوالې ټولنې يوځاې كولو د ستائنې وړ ګام دے۔ده ووئيل دا خبره د ا??دېښنې ده چې په پاكستان كښې كم او زيات 24 ملينه خلق د ډپرېشن ښكار دي۔د پاكستان په پرمختګ كښې مرسته كوونكي په لويه شمېره خلق د دې ناروغۍ له امله ځپلې شوي۔ده ووئيل ډپريشن داروو لرونكې ناروغتيا ده۔
حكومت د روغتيا نظام لا ښه كولو لپاره پوخ عزم لري
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب