اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د شورو په سهار د اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه د تاجكستان ??ھ دوه ورځنۍ سركاري دوره تللے دے ۔وزيراعظم سره د لوړې كچې پلاوې هم په ملګرے دے۔پاكستان او تاجكستان د مرستې نزدې اړيكې لري٬دواړه هېوادونه د منطقې امن٬استحكام او پرمختګ ??پا??ه يو ډول سوچ لري او دواړه هېوادونه په مهمو سيمه ايزو او په نړيوالو چارو هم يو ډول دريځ لري۔پاكستان په هغه يو څو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د تاجكستان آزادي تسليمولو سره دغې هېواد سره تجارتي اړيكې جوړې كړی وې۔د وزيراعظم دورې سره به دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي او دا د وزيراعظم لخوا ګاونډيانو او سيمه ايزو هېوادونو سره د پاكستان اړيكو او سيمه ايزو رابطو ته د ودې وركولو د وژن عكاسي كوي۔د دواړو هېوادونو مشران به په دوشنبې كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او د سيمه ايزو رابطو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو او په اقتصادي مرسته خبرې كوي۔??ھ دې موقع ??ه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې كېږي۔د دورې په مهال به د سيمه ايز يو والي ??پا??ه د تذويراتي شركت پھ خواله د لويې لارې په عنوان يوه شريكه اعلاميه هم لاس ليك كېږي۔په دې موقع ??ه د شريك كاروباري كونسل غونډه هم كېږي چې پكښې به د دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي روابطو ودې ??پا??ه په اقداماتو غور كولې شي۔تاجكستان د كاسا 1000 د غړو هېوادونو افغانستان٬كرغزستان٬پاكستان او د تاجكستان د څلور اړخيزه مشرانو غونډې كوربتوب كوي۔د دې پروژې د لارې به روابط زيات شي او پاكستان او افغانستان ته به په تاجكستان او ازبكستان كښې پیدا كېدونكې برېښنا وركړی شي۔د دورې پھ موقع ??ه په سيمه ايزو موضوعاتو خبرو ??پا??ه د پاكستان افغانستان او تاجكستان ترمينځه د مشرانو د درې اړخيزې غونډې پريكړه هم كولې شي۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه د تاجكستان پھ دوره ورځنۍ سركاري دوره لاړ
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔