پنډدادنخان 13 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اتوار په ورځ په نوشكي ، پنجګور كښې د ترهګرې په بريد كښې د پاك پوځ د شهيد شوي ځوان بابر حفيظ كور ته لاړو او د شهيد پلار محمد حفيظ سره ئې غمرازي وكړه. په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې بابر حفيظ شهيد په مړانه د ترهګرو مقابله كړې ده، هېواد او قوم لپاره به د دې قرباني تل ياد ساتلې شي. ده ووئيل چې د غم په دې وخت كښې د بابر حفيظ شهيد كورنۍ سره يو. د شهيدانو د كورنيو حوصلې لوړې دي، مونږ د خپلو شهيدانو د وينو مقروض يو. ټول پاكستان د دې كورنيو احسان مند دے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د شهيدانو قربانې به نه بې ځايه كېږي، د پاكستان رياست او حكومت ب ه د شهيدانو د وينې د يو يو څاڅكي حساب اخلي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې بابر حفيظ شهيد ته لوړې درجې او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاك پوځ د شهيد شوي ځوان بابر حفيظ كور ته لاړو، د شهيد پلار سره د غمرازې څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔