اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شېري رحمان وئيلي دي نړيواله ورورولي د موسمياتي بدلون اثرات او د ماحوليات بحالۍ او د تحفظ پحقله خپل هدفونه سر كولو لپاره د يو قوي مالياتي طريقه كار په لټون ده چرته چې د وسائلو منتقلي يو مهم جز دے۔ په پيټرز برګ ډائيلاګ كښې په ماحوليات ګڼ اړخيزه مذاکراتو كښې خپلې وېنا كښې دې نړيوالې ماحولياتي تګلارې ته بيا د سره په ترتيب وركولو، د ماحولياتي بدلون څخه متاثره ډلو ترمېنځه د وسائلو په سپېځلي وېش ، نوو هدفونو ته عملي شكل وركولو او په مصر كښې په نومبر كښې كېدونكي مهم COP 27 څخه وړاندې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ضرورتونه ترسره كولو په حاجت زور رواړو۔ د المان او مصر په شريك كوربتوب كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل د ماحولياتي منظر نامې په تندۍ بدلېدو څخه رامخې ته كېدونكې پېښې پاكستان لپاره ښه خبره نه ده٬ په دې بدلونونو كښې د ګرمۍ چپې، په ځنګلونو كښې د اور لګېدو زياتې شوې پېښې٬ د واورو په تالابونو كښې سېلاب، په تندۍ سره د اوبه كمېدل ٬ د پشكال طوفاني سېلاب او د صحراګانو اضافه شامل ده۔ دې ووئيل پاكستان هم نورو پرمختګ كوٶنكو هېودونو سره په دې موقف ولاړ دے چې د موسمياتي زيانونو دې ازاله وكړې شي، اوس مونږ دې خبرې سره اتفاق كوٶ چې د تخفيف باوجود د ماليات وېش هم ضروري دے ٬دې ووئېل د COP 27 د اېجنډې لوظنامه عملي كولو سره سره د ټيکنالوجۍ منتقلي هم لاس په لاس پكار ده او د نړۍ د سوئيل او شمال ترمېنځه عدم مساوات به هم نېغ په نېغه په ماحوليات اثرا انداز كېږي۔ دې ووئيل د شريكو اهدافو سر كولو لپاره موثره اقدامات ته اړتيا ده، مونږ له د يو ښه سباون اميد خامخا ساتل پكار دي خو زمونږ مشتركه هدفونه سر كولو لپاره منصوبه بندي ډېره مهمه ده
د ماحولياتي منظر نامې په تندۍ بدلېدو څخه رامخې ته كېدونكې پېښې پاكستان لپاره ښې نه دي۔ د وفاقي وزيرې سينيټر شېري رحمان په پيټرز برګ ډائيلاګ كښې په ماحوليات مذاکراتو كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری