اسلام آباد 25 جون (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې په دې مهال د شريكې خوښې چارو او د دوه اړخيزه مرستې په وده تفصيلي خبرې شوي۔د آسټرېليا هائي كمشنر سيد يوسف ګېلاني ته د سېنېټ چيئرمېن په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او ده لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان آسټرېليا سره اړيكو ته د قدر په نظر ګوري٬د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه ښې اړيكې قائمې دي٬ ده ووئېل د د پارليماني پلاويو تګ راتګ زياتولو ته ضرورت دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارتي او سرمايه كارۍ مرسته كښې اضافه او په خاص توګه د تعليم په څانګه كښې د مرستې زياتولو پراخا ګنجائش شته ۔د ده وينا وه چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړي٬پاكستان په ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره د مهم فورمز برخه پاتې شوے٬په لاكهونو افغانانو كډوالو ته پاكستان پناه وركړې او د هغوي تعليم او د ژوند ښه معيار لپاره ئي اقدامات كړي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د موسمي تغيرات په اړه ټوله نړۍ سختو چېلنجونو سره مخ ده٬موسمي تغيرات څخه ځپليو هېوادونو په صف كښې پاكستان وړومبنو هېوادونو كښې شامل دے۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه يو اداره جاتي ميكنزم موجود دے٬ضرورت د دې امر دے چې دا ميكنزم دې لا موثره كړے شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دواړه هېوادونه د كركيلې٬لائيو سټاك٬تعليم٬كان كني او نورو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو سره معاشي خوشحالي تر لاسه كولې شي۔ده ووئيل په آسټرېليا كښې پاكستاني زده كوونكي د تعليم لپاره په ګڼ شمېر موجود دي٬آسټرېليا دې د هغوي لپاره د زياتو نه زيات تعليمي وظائف وركړي ۔آسټرېلين هائي كمشنر د سېنېټ چيئرمېن خيالات سره په اتفاق كولو كښې ووئېل په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي٬ دې څخه به ګټه پورته كولې شي۔د هغه وينا وه چې په آسټړېليا كښې مېشته پاكستانۍ كميونټي د هېواد په خوشحالۍ كښې مهم كردار تر سره كوي
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز ملاقات٬د شريكې خوښې او د دوه اړخيزه مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا