ګوجرانواله 23 جنوری (اے پی پی)د رې??وے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي عمران خان د هېواد تر ټولو لويې دروغجن دے٬مشرف پھ 8 كاله كښې هېواد ته زيان رسولې او د هغه نه پس بيا پيپلز ګوند هېواد ته يو په ??وه زيان ورسولو۔د زرداري حكومت په لانګ مارچ د ختمولو مشوره مونږ له هم راكړی شوې وه خو مونږ د ووټ د لارې بدلون ته پام لرنه وكړه٬د كراچۍ پھ عملياتو كښې زيات خنډان راولاړ كړی شوي٬پانامه پیپرز كښې رښتي?? نشته يوازې سياست كېږي٬ډېر زر به حقيقت اولس ته ورمخې ته شي ٬په 1999 كښې د نواز شريف جرم دا ؤه چې نړيوالو قواؤ پاكستان اتومي قوت جوړېده نه غوښته اوس د نواز شريف جرم دا دے چې هغه په پاكستان كښې معاشي پرمختګ له كار كوي۔2018 لرې نه دې مخالفين دا غواړي چې زمونږ په قيادت تورونه لګولو سره مونږ راروانو ټول ټاكنو كښې شرمنده كړي۔د ګل په ورځ پھ ګوجرانواله كښې وركرز كنونشن ته ده ووئيل څوك چې په ??پلو صوبو كښې څه نه شي كولې هغه به د 2018 په ټول ټاكنو كښې اولس له څه ځو??ب وركوي۔د تورونو لګولو سياست كونكي پارلمان ته راځي هم نه او تنخاګانې اخلي بيا وائي چې مونږ په ??رټيكل 62 او 63 پوره نه يو۔وفاقي وزير ووئيل په 2013 كښې چې كله نواز شريف حكومت تر لاسه كړو نو د پاكستان حالت څه ؤه٬كراچۍ د قتل مركز ؤ٬د قاتل او مقتول درك نه وو معلوم٬ ده ووئېل په ??لوچستان كښې هم اور لګېدولې وو٬په ??ندھ كښې د غلو راج وو٬كے پي كے كښې طالبانو او انتها خوښو ظلم روان وه٬د لوډشېډنګ له امله كارخانې بندې وې٬ تعليمي ادارو كښې كار نه كېدو٬د ټولو ادارو حال نا وړه ؤه٬ ده ووئيل نواز شريف پھ مشرۍ كښې د لوډشېډنګ ختمېدو له شپھ او ورځ كار روان دے٬اولسي ښېګړو له هم په پروژو كار روان دے۔ده ووئيل حكومت او ځو??كونو پھ ګډه كار وكړو او ترهه ګرۍ له يې ماتې وركړه ۔وفاقي وزير ووئيل زه د بلاول مننه كوم چې هغه پنجاب ته راغلې او زمونږ په ??د يې جلسې وكړې٬مونږ غواړو چې پيپلز ګوند څه نه څه ووټ بېرته واخلي۔د بلاول بهټو خواري به زمونږ پكار راشي۔ده ووئيل 2018 لرې نه دے ډېر زر به د ښه او بدو تر مينځه پرېكړه وشي۔
عمران خان د هېواد تر ټولو لويې دروغجن دے٬مشرف پھ 8 كاله كښې هېواد ته زيان رسولې او د هغه نه پس بيا پيپلز ګوند هېواد ته يو په دوه زيان ورسولو
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز