اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزير مريم اورن??زې?? وئيلي دي د وزیراعظم تعلیمي اصلا حات پروګرام له مخې په تعليمي ادارو كښې د كلاس رومز٬ كمپيوټر او سائنس لېبز٬ د ټوائلټس اپ ګرېډېشن٬ د څښلو پاكې اوبه ٬ صفائي او د حفظان صحت په منصوبو كار روان دې۔ دوهمې وزيرې دا خبرې د نهې په ورځ په اسلام آباد ماډل ګرلز كالج كښې د لاس وېنځلو نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په دې موقع د تعليم او پېشه ورانه چارو دوهم وزير ان جينئر بليغ الرحمان ٬ د وزیراعظم د تعليمي اصلاحاتو پروګرام سلاحكار علي رضا په دستوره كښې ګډون كوٶنكو زده كوٶنكو انجونو سره د لاس وېنځلو او دا پېغام د وړاندې رسولو سوګند پورته كړو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې دوهمې وزير مريم اورن??زې?? ووئيل په نننۍ دستوره كښې د موسمياتي بدلون وزارت٬ د تعليم ٬ د صحت ٬ د كېډ او د اطلاعاتو او خپرونو وزارتونو سره سره نور اړوند وزارتونه او شر??كتدار په ګډه د صحت مند پاكستان او حفظان صحت لپاره د لاس وېنځلو كمپائن مخ په وړاندې بوځي۔ دوهمې وزيرې ووئيل استاذان او والدين دې د صحت مند پاكستان “لاس وينځلو او اوبو د افاديت په اړه د شعور بېدارولو د پروګرام برخه جوړ شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورن??زې?? ووئيل د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو لپاره ټولو٬ سول سوسائټي او د ژوند هر څانګې سره تعلق لرونكي كسان دې خپل كردار ولوبوي۔ مريم اورن??زې?? ووئيل نوې كول محفوظ جوړولو لپاره به د صحت په ټولو مسئلو قابو موندل وي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د پائیدار پرمختګ په هدفونو كښې پاكستان د چمپیئن اعزاز لري٬ نړۍ كښې د پاكستان پارلمان ھغه وړومبې پارلمان دې كوم كښې چې د پائيدار پرمختګ د اهدافو سېكټر جوړ او فعاله كردار ترسره كوي ٬ په صوبائي كچه هم د پرمختيائي اهداف?? په لړ كښې مركزونه جوړ كړې شوې دي٬ پرمختيائي هدفونه ترلاسه كول زمونږ نړيوال عزم دے۔ مريم اورن??زې?? ووئيل د پنجاب اعلٰې وزير په هره څانګه كښې ښه كار كړې كوم چې نورو صوبو لپاره د تقليد جوګه دے۔ دوهمې وزېرې ووئيل كه د سكول زده كوٶنكي دا زده كړې چې لاس وېنځل ولې ضروري دي نو د ډېرو رنځونو نه بچ كېدو شو۔ مريم اورن??زې?? ووئيل په وېسټ منېجمنټ (ښځله ځائ ته رسولو) كښې به هر وګړي له هم كردار لو??ول وي٬ د سماجي مسئلو پحقله شعور بېدارولو لپاره د ميډيا كردار ډېر مهم دے٬ ميډيا دې په دې لړ كښې د خپلو پروګرامونو د لارې خپل كردار روان وساتي٬ بايد سكولو كښې د صحت او صفائئ په اړه د عملي اقداماتو تسلسل روان وساتلې شي
د وزیراعظم تعلیمي اصلا حات پروګرام له مخې په تعليمي ادارو كښې د كلاس رومز٬ كمپيوټر او سائنس لېبز٬ د ټوائلټس اپ ګرېډېشن٬ د څښلو پاكې اوبه ٬ صفائي او د حفظان صحت په منصوبو كار روان دې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب