اسلام آباد 27 مارچ(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علی امین خان ګنډا پور وئيلي ??ي پاکستان به د کشمیریانو د خپلواكۍ د تحريك ملاتړ روان ساتي او په مقبوضه كشمير كښې د هن??ي پوځ رياستي ترهګري به د نړۍ په ټولو فورمونو بې نقابه كوي ۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ د فرانس خبرې رسنې ادارې سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د هند شر خوښې رويه او جارحيت پاکستان د كشميريانو د ملاتړ نه شي ايسارولې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د 95 زره نه زيات كسان شهيدان كړي او د مېرمنو سره زور زياتې د هن??ي پوځ ناوړه رويه ده٬ هن??ي پوځ په مقبوضه وادۍ كښې د زرګونو په شمېر مېرمنو سره اجتماعي زياتۍ كړې۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي لويه انساني الميه جوړه شوې كومې ته چې به نړيوالې ورورولۍ له پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل نه يوازې په مقبوضه كشمير بلكې په آزاد كشمير كښې هم هن??ي پوځ په اېل او سي اوسېدونكو كشميريانو ډزې كوي۔ ده ووئيل كشميريان څو لسيزو راهسې د هندي ظلم او تشدد سره مخ دي او كله چې هند كښې ټاكنې رانزدې شي نو هندي انتها خوښي مشران په ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره د كشميريانو او مسلمانانو قتل عام كوي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې ټول نړيوال قوانين د پښو لاندې كېږي او د كشمير كشالې پحقله د ملګرو ملتونو د قراردادونو نفاذ څخه پرله پسې سرغړونه كېږي۔ علي امين ګنډا پور په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي د كشمير كشالې هواري لپاره خپل فعاله كردار ادا كړي دغسې چې په منقطه كښې د امن بنياد كېښودې شي۔ په دې موقع د سوئيلي آسياء د ستراتېژك سټېبلې??ي انسټي ټيوټ ډائرېكټرې ډاکټر ماریه سل??ان د كشمير كشالې نړيوال حېثيت او د نړيوال امنيت په اړه د دې م??ئلې اهميت رامخې ته كولو لپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه هم وكړه
پاکستان به د کشمیریانو د خپلواكۍ د تحريك ملاتړ روان ساتي
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil