اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) چيف آف دي نيول سټاف ايډمرل محمد امجد خان نيازي د كويت سركاري دورې په مهال د جنرل ډائريكټوريټ آف كوسټ ګارډ ډپټي ډائريكټر بريګيډيئر جنرل صالح الفوجيري، د نېشنل ګارډ انډر سيكريټري ليفټيننټ جنرل هاشم عبدالرزاق الرفائي، چيف آف جنرل اسټاف ليفټيننټ جنرل خالد صالح الصباح او د كمانډر كويت بحريه بريګيډيئر جنرل هذا العلاتي سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ د پاك بحريه لخوا جارې شوې بيان له مخې صباح الاحمد نيول بيس ته په رسېدو د جنرل ډائريكټوريټ آف كوسټ ګارډ ډپټي ډائريكټر د امير البحر هركلے وكړو او هغه ته ئې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د جنرل ډائريكټوريټ آف كوسټ ګارډ ډپټي ډائريكټر بريګيډيئر جنرل صالح الفوجيري سره ملاقات په مهال د سيمې په بحري امنيت او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ امير البحر د سيمې بحري امنيت باوري كولو لپاره د پاك بحريه هڅې او په ګڼو اقداماتو رڼا واچوله۔ كوربه چارواكو د سيمې شريكې بحري سيكيورټي لپاره د پاك بحريه اقدامات او د قوي بحري رابطو اهميت وستائلو۔ دې څخه وړاندې نېشنل جنرل هيډكوارټرز كښې د نېشنل ګارډ انډر سيكريټري او آرمي جنرل سټاف هيډ كوارټرز كښې د كويت د پوځ چيف آف جنرل سټاف سره جلا جلا ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په پيشه وره چارو او دوه اړخيزه دفاعي مرسته خبرې اترې شوي۔ امير البحر ته د كويت بحريه دفاعي صلاحيتونو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ هيله لرو چې امير البحر دا دوره به د دواړه هېوادونو ترمينځه او په خاص توګه د بحري پوځ ترمينځه د اړيكو لا قوي كولو سبب وګرځي
د امير البحر د كويت دوره ، ايډمرل محمد امجد خان نيازي د كويت وسله والو ځواكونو عهديدارو سره وليدل
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ