اسلام آباد 18 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د نېشنل هېلت سروسز٬ريګولېشن اينډ كوآرډينېشن خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان وئېلي دي حكومت همه وېكسي نېشن سنټرو كښې د وېكسين شتون باوري كولو هڅې كوي٬د ويكسين نور خوراكونه به ډېر زر پاكستان ته راورسي۔ وګړي دې رجسټرېشن كولو سره زر تر زره وېكسين ولګوي۔د جمعې په ورځ پي ټي وي خبرو كښې ده ووئيل د وېكسين نشت والي مسئله عارضي وه٬ 20 ملين كسانو وېكسين لګولې دې۔ده ووئيل په هېواد كښې د وېكسين شتون صورتحال ښه شوې۔ راتلونكو څو ورځو كښې به د وېكسين نور خوراكونه پاكستان ته راورسي۔ده ووئيل حكومت د وېكسين كمي پوره كولو لپاره صوبائي او ځايې انتظاميه سره په رابطه كښې دے٬د وېكسين په اړه په ګرد هېواد كښې د صورتحال ښه والي لپاره هڅې روانې دي او په دې كښې د توازن پېداكولو لپاره هڅې كوو۔ډاكټر فيصل سلطان ووئيل د كورونا څخه بچ كېدو لپاره په دفترونو او ماركيټونو كښې د كورونا په اېس او پيز په سختۍ سره عملدرآمد كول پكار دي٬كورونا يو مهلك بيماري ده٬خو د دې څخه يوازې احتياطي تدابير اختيارولو سره محفوظ پاتې كېدې شي۔ده ووئيل چې حكومت د كورونا وړومبۍ او دوهمې چپی په مهال د لوئے څښتن په فضل صورتحال په ښه ډول قابو ساتلې۔ ده ووئيل وګړي دې رجسټرېشن كولو سره زر تر زره ويكسين ولګوي۔
حكومت همه وېكسي نېشن سنټرو كښې د وېكسين شتون باوري كولو هڅې كوي د ويكسين نور خوراكونه به ډېر زر پاكستان ته راورسي۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل پي ټي وي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania