ملګري مل??ونه12 نومبر(اے پی پی)پاكستان د ملګرو مل??ونو ??سم??لۍ ته وئېلي دي په غزه كښې روان جنګ د سلامتي كونسل پنځو مستقل غ??و ترمينځه د تقسيم له امله شخړې په موثره ډول حل كولو كښې ناكامي په ډاګه كړې۔ د مستقل چوكو په شمېره كښې اضافې څخه سلامتي كونسل د شخړو هواري كښې په بشپړه توګه ناكامه راتللے شي۔په غزه كښې په جنګ بندۍ كښې د ناكامۍ نه پس دا اوس د وړاندې نه زياته ښكاره شوې چې سلامتي كونسل شخړې او امن او سلامتيا ته د رامخې ته شوو خطرو موثر ځواب وركولو كښې د ناكامۍ بنيادي سبب د هغوي د مستقل غړو په كومه پريكنده كاروائي نه متفق كېدل دي۔د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو مل??ونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم 193 كسيزه ??سم??لۍ كلنې مباحثه كښې وكړه ۔ده ووئيل اوس دا خبره ښكاره شوې چې سلامتي كونسل كښې د نوو مستقل غړو شاملېدو څخه به د هغوي د ناكامۍ په امكانات كښې څو چنده اضافه اوشي۔منير اكرم ووئيل د ډېرو نورو غړو هېوادونو غوندې پاكستان هم د سلامتي كونسل مستقل چوكو كښې د اضافې د كوم هم تجويز خلاف دے٬ د ملګرو مل??ونو دننه د استحقاق نوې مركزونه جوړول كوم جواز نه لري۔ده ووئيل جنرل ??سم??لۍ او سلامتي كونسل كښې په اصلاحات بين الحكومتي خبرې اترې(آئي جي اين)فروري 2009 كښې پیل شوې وې چې مقصد يې ملګري مل??ونه نوې موثره ٬نمائنده او ځواب وركونكے جوړول ؤ خو هغه د تعطل ښكار شوې۔
د غزه جنګ د سلامتي كونسل ناكامي په ډاګه كړې٬مستقل چوكو زياتولو څخه به د شخړو هوارے مشكل شي۔پاكستان
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável