اسلام آباد 17 مارچ(اے پی پی) د ??وي?? خارجه وزير او د كابينې چارو دوهم وزير شېخ ډاكټر ناصر آل مح??د الصباح د خپل پاكستاني همڅنګ مخدوم شاه محمود قرېشي په بلنه (نن)د زيارت په ورځ د مارچ په اتلسمه نېټه پاكستان ته راځي٬ هغه سره به د دورې په مهال د ??وي?? خارجه وزارت٬روغتيا٬داخله او د تجارت او صنعت د اعلٰی عهديدارانو پلاوي هم وي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د دې دورې په مهال به د ??وي?? خارجه وزير د پاكستان خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي او نورو اعلٰی چارواكو سره ملاقات كوي۔وياند ووئيل پاكستان ??وي?? سره خپلې د ورورولۍ اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په شريكه عقيده او د اقدارو په مستحكمو بنيادونو اډانه دي۔دواړو هېوادونو د نړيوالې وبا په مهال د روغتيا په څانګه او فوډ سېكورټي په بابله د يو بل مرسته كړی۔د ??وي?? خارجه وزير اوسنۍ دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی تبادلو او مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔