اسلام آباد09 مارچ (اے پی پی) په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق په كلن “دوه سېشنز” كولو د چين حكومت ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې سږ كال د چينائي حكومت ورك پورټ ډېر پراخه دے كوم چې نه يوازې د چينائي اعتماد څرګندونه ده بلكې په دې كښې پاكستان لپاره د پرمختګ موقعې هم موجود دي. د نهې په ورځ د چين آن لائن مېډيا سره په مركه پاكستاني سفير ووئيل مونږ به د دې مهمې حكومتي اېجنډې جاج اخلو او ګورو به چې پاكستان د دې نوو موقعو څخه څنګه استفاده كولې شي. ده ووئيل سږ كال نېشنل پيپلز ګانګرېس د چين د 14م پنځه كلن پلان ټاكنه او كال 2035م لپاره د اوږدې مودې اهداف ټاكي. ده ووئيل د چين دوست په حېث پاكستان تل د چين په پرمختګ فخر كړے. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په ډېجيټلائزېشن او انوويشن كښې خوښي لري. سفير ووئيل مونږ روغتيا ته وده وركوو. د ماحول اپ ګرېډ كولو او د كاربن په اخراج قابو موندلو لپاره د يو اېن اهداف سر كولو له هڅې كوو. پاكستاني سفير ووئيل ماحوليات په پاكستان كښې مهمه څانګه پاتې شوې او وزيراعظم عمران خان نړيوال معيا ترلاسه كولو لپاره يو شمېر پروګرامونه پېل كړي. د دې نه علاوه ګرين ټېكنالوجې ته هم وده وركوو. ده ووئيل پاكستان او چين مثالي اړيكې لري او دواړو هېوادونو تل په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې. ده ووئيل سي پېك د بدلون پروژه ده، دې سره به نه يوازې په پاكستان بلكې منطقه كښې هم خوشحالي راشي.
چين كښې د پاكستان سفير په كلنه توګه د “دوو سېشنز” كولو په اړه د چين حكومت له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo