اسلام آباد 06 ستمبر(اے پی پی) د ټول هېواد غوندې ګلګت بلتستان كښې هم د دفاع ورځ ولمانځلې شوه۔د ورځې پېل جوماتونو كښې د هېواد سالميت٬استحكام٬پرمختګ او څوكالۍ لپاره د خاص دعاګانو څخه شوے ؤ ۔پھ دې لړ كښې خاص دستورې هم وشوې۔د دفاع ورځې په حقله تر ټولو مهمه دستوره د ګلګت بلتستان اېف سي اېن اے هېډكوارټر كښې وشوه۔د دستورې مشر مېلمه د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير حافظ حفيظ الرحمان ؤ۔دغسې په دستوره كښې اعلٰی عسكري اوسياسي قيادت٬د شهيدانو او غازيانو كورنيو او د سول سوسائټۍ سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمېر ګډون وكړو۔
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس