اسلام آباد 17 مارچ(اے پی پی) د كويت خارجه وزير او د كابينې چارو دوهم وزير شېخ ډاكټر ناصر آل محمد الصباح د خپل پاكستاني همڅنګ مخدوم شاه محمود قرېشي په بلنه (نن)د زيارت په ورځ د مارچ په اتلسمه نېټه پاكستان ته راځي٬ هغه سره به د دورې په مهال د كويت خارجه وزارت٬روغتيا٬داخله او د تجارت او صنعت د اعلٰی عهديدارانو پلاوي هم وي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د دې دورې په مهال به د كويت خارجه وزير د پاكستان خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي او نورو اعلٰی چارواكو سره ملاقات كوي۔وياند ووئيل پاكستان كويت سره خپلې د ورورولۍ اړيكې ډېرې مهمې ګڼي كومې چې په شريكه عقيده او د اقدارو په مستحكمو بنيادونو اډانه دي۔دواړو هېوادونو د نړيوالې وبا په مهال د روغتيا په څانګه او فوډ سېكورټي په بابله د يو بل مرسته كړی۔د كويت خارجه وزير اوسنۍ دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی تبادلو او مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔
د كويت خارجه وزير او د كابينې چارو دوهم وزير شېخ ډاګتر ناصر آل محمد الصباح په دوه ورځنۍ دوره(نن)پاكستان ته راځي
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria