پېښور ۔15 دسمبر (اے پی پی) د داخله چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي وئيلي دي د کراچۍ اولس د څښلو پاكې اوبه نه مومي۔ سندھ كښې د ژبې په بنياد سياست پېل شوې۔ زمونږ مقا??له بايد د كرپشن او د انسانيت نفي كوؤنكي سوچ سره و??۔ اوس پاكستان كښې څوك له قانون بالاتر نشته۔ سباؤن د پاكستان دے۔ پخوا چې كومه نالائقي شوې هغه به اوس ختمول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پېښور پوهنتون كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده و??ئيل ما لپاره دا د درناوي خبره ده چې ما دې پوهنتون كښې زده كړې ترلاسه كړيدي۔ پېښور پوهنتون يوه عظيه درسګاه ده۔ ده و??ئيل فنډز لګولو سره به مدرسو ته غوره اسانۍ وركوو۔ ده و??ئيل ځوانان د هېواد اثاثه دي۔ده و??ئيل په هېواد هائیبرډ جنګ مسلط كړې شوې دې۔ د قرآن اوحدیث تعلیمات په ناوړه انداز كښې كوچنيانو ته ښودلې شي۔ ده و??ئيل په كال 2016 كښې پارلماني غړي برطانيې ته لاړل۔ دغلته دوئي څخه ??وښتنه وشوه چې تاسو په مدرسو پېسې ولې مصرف كوۍ۔ قوم او هېواد سره مينه نه لرونكي ددې خاورې كېدې نه شي۔ ده و??ئيل ??ه ټولنه كښی د طبقو پیدا كولو نفي نامه نوې پاكستان دے۔ ده و??ئيل زمونږ مشرانو مشنري سكولونه جوړولو له مسيحيانو ته هركلې ووې۔ ده و??ئيل په مدرسو به پېسه ځكه مصرف كوو چې دې څخه ??ارغ طالبعلمان انسانيت او امن لپاره كار وكړي۔ ده و??ئيل په امريكا او اروپا كښې چې څوك مسلمان ناوړه حركت وكړي نو دين اسلام ذمه وار ګرځولې شي۔ ده و??ئيل مونږ له به پخوانۍ نالائقۍ ختمول وي۔
د قانون وړاندې ټول يو برابر دي۔ معاشي پرمختګ لپاره منصوبه بندي شوې٬ د پاكستان سباؤن پياوړې دې۔ د داخله وزير شهريار خان آفريدي دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa