اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي د آزاد كشمير د اولس خېر ښېګړه او پرمختګ د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دے٬ په دې كښې به كوم كمې كولې نه شي٬ د سختو حالاتو باوجود حكومت د معيشت استحكام او پرمختګ پلو د روانولو عزم لري۔ د خالي په ورځ د خزانې وفاقي وزير سره د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم چوهدری انوار الحق په فنانس ډويژن كښې ملاقات وكړو۔ وزیر اعظم چوھدری انوار الحق د خزانې وفاقي وزير سره په ملاقات كښې د آزاد جموں و کشمیر په مالياتي چارو او په منطقه كښې د پرمختيائي سكيمونو او منصوبو په رفتار د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د آزاد كشمير وزيراعظم د خزانې وزير د آزاد كشمير حكومت محصولات كښې د اضافې په اړه خبر كړو او په دې لړ كښې يۍ وفاقي حكومت څخه مرسته غوښتله۔ د خزانې وزير وزیر اعظم چوهدری انوار الحق ته هركلې ووې او د آزاد كشمير په شمول په ټولو منطقو كښې يۍ پرمختګ او پېشرفت لپاره د وفاقي حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د آزاد كشمير د اولس خېر ښېګړه او پرمختګ د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دے٬ په دې كښې به كوم كمې كولې نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د آزاد جموں وكشمير حكومت سره د معاشي پرمختګ په هڅو كښې هره ممكنه مرسته كړې۔ چوهدري انوار الحق د منطقې پرمختګ لپاره په مرسته كولو د خزانې وزير مننه وكړه۔
د آزاد كشمير د اولس خير ښيګړه او پرمختګ د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دے ٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی