اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) صدر عارف علوي د چين صدر شي جن پنګ خاص نمائنده د چين نائب وزيراعظم او د چين د كميونسټ ګوند د سنټرل كمېټۍ د پولټ بېورو غړي هي لي فېنګ ته پاکستان لپاره د قدر وړ په خدماتو “هلال پاكستان” اعزاز وركړې۔ د چين نائب وزيراعظم له د اعزاز وركولو لپاره په يوه ساده دستوره د ګل په ورځ په ايوان صدر اسلام آباد كښې شوې چرته چې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي دوي ته د هلال پاکستان اعزاز وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف، د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف، د كابينې غړو٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن، د وسله والو ځواكونو مشران٬ د چين نائب وزير اعظم هي لي فېنګ سره د پاکستان په دوره د راغلي پلاوي غړو پشمول اعلٰې سول او پوځي چارواكو په دستوره كښې ګډون كړې۔ د چين نائب وزيراعظم ته د هلال پاکستان اعزاز وركولو په دستوره كښې د چين نائب خارجه وزير او په پاكستان كښې د چين ناظم الامور هم ګډون كړې۔ د دې نه وړاندې ايوان صدر ته په راتګ د چين د نائب وزيراعظم تود هركلے وشو۔ د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ د پاکستان په سركاري دوره د اتوار په ورځ اسلام آباد ته رارسيدلے
صدر عارف علوي د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ ته پاکستان لپاره د قدر وړ په خدماتو “هلال پاكستان” اعزاز وركړو
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável