اسلام آباد 08 فروري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د موسمي بدلون وزارت د كاركردګۍ ستائ??ه كولو سره سپارښت??ه كړې چې د چاپېري??ل آلوده كونكو عناصرو اخراج كمولو كښې كمي راوستلو له دې اقدامات وكړې شي، 10 بلين ټري سونامي پروګ??ام كښې سپاركو څخه د سيټلائټ د لارې دې هم مرسته ترلاسه كړې شي۔ ده د ګل په ورځ د موسمي بدلون كمېټۍ غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د توان وفاقي وزير عمر ايوب، د اوبو وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا، د پنجاب وزير اعلی سردار عثمان بزدار، د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ محمود خان، د بلوچستان وزيراعلیٰ جام كمال خان، د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امېن اسلم، وزير مملكت زرتاج ګل، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ګرين هاؤس ګېسز په تازه ترين صورتحال او د 10 اربه اونو نالولو په پروګ??ام د پيش رفت جا?? واخستلے شو۔ د وزيراعظم د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم ووئيل د اونو كټ كولو شرح كمه شوې، 2012 نه تر 2016 په ??ها?? دا كمې د كال 12 زره هېكړه څخه كمېدو سره 8 زره هېكټره ته راغلې او د 10 اربه اونو نالولو منصوبې كاميابۍ سره به دې كښې نور هم كمې راشي۔ غونډې ته ووئيل شول چې په نړيواله كچه د ګرين هاؤس ګېسونو اخراج كښې د پاكستان برخه يو فيصد څخه هم كمه ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې پاكستان د ګرين هاؤس ګيسونو اخراج په اړه سړي سر درجه بندي2015 كښې 135 وه كومه چې ښه كېدو سره 2018 كښې 133 ته راغلې۔ پاكستان د ماحوليات په څانګه كښې كاميابي رامخې ته كولو سره د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل پاكستان 1990 نه تر 2020 په ??ها?? د مېنګروز شمېره كښې 300 فيصده اضافه كړې ده دې سره ماحول ښه كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل دا په نړۍ كښې د مينګروز شمېره كښې تر ټولو زياته اضافه ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې د موسمي بدلون خطرو سره د هېوادونو په درجه بندۍ كښې پاكستان په 8م لمبر دې او مونږ په موسمونو كښې بدلون ، سيلاب، درجه حرارت زياتيدو او واوري ويلې كېدو سره د تالابونو جوړېدو په ېشان خطرو سره مخ يو۔ ده وزيراعظم هېواد كښې د 10 اربه اونو نالولو په منصوبه شوي پېشرفت نه هم خبر كړے شو۔په غونډه كښې د ډبليو ډبليو اېف ٬ د آئي يو سي اين او او د اېف اے او پشمول د درې نړيوالو ادارو كنسورشيم په اړه هم ووئيل شول۔ غونډې ته ووئيل شول چې د 10 اربه اونو لګولو منصوبې سره د كورونا وبا په ??ها?? د 80 زره نوكرو موقعې پيدا شوې۔ وزيراعظم عمران خان د موسمي بدلون وزارت كاركردګي ستائلو سره سپارښتنه وكړه چې داسې اقدامات دې وكړې شي چې ورسره پاكستان كښې د چاپېري??ل آلوده كونكو عناصرو اخراج تر صفر راوستل ممكن شي۔د موسمي بدلون څخه پيدا شوي اثرات مخنيوي لپاره وزيراعظم د وړاندې څخه د اطلاع وركونكي نظام جوړولو او فعالولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم د 10 اربه اونو سونامي پروګ??ام په پيشرفت د اطمينان څرګندونې سره سپارښتنه وكړه چې په دې پروګ??ام كښې دې شفافيت باوري كړې شي او په ټول هېواد كښې په دې پروګ??ام عملدرآمد كولو سره دې د سېټلائټ د لارې سپاركو څخه هم مرسته ترلاسه كړې شي
د چاپېريال آلوده كونكو عناصرو اخراج كمولو له دې ګامونه پورته كړې شي، 10 بلين ټري سونامي پروګرام كښې د سېټلائټ د لارې دې سپاركو څخه هم مرسته ترلاسه كړې شي،وزيراعظم عمران خان د موسمي بدلون كمېټۍ غونډې ته وينا
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری