سلام آباد 11جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې د دريو كالو راهسې روان اقتصادي اصلاحات به راتلونكو دوو كالو كښې هم دوام داره ساتلې شي ۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل د اقتصادي اصلاحاتو په سوب تر اوسه اقتصادي وضعه ښه شوې٬ حكومت د معاشي اصلاحاتو پعه لړ كښې ځينې غېر مقبول او سختې پرېكړې كړې چې نتيجې ئې د ګټې او مېكرو اكنامك استحكام رامخې ته كړې۔ده ووئيل دا اصلاحات مركزي بانك٬ سېكيورټي اېكسچېنج كمېسون آف پاكستان او فېډرل بورډ آف رېونيو پشمول د نورو ادارو استحكام لپاره شوې دې كومې چې د هېواد په ميعشت كښې د مثبت كردار وړ ادارې دي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف او مسلم ليګ (ن) تږ لارې له مخې په اقتصادي اصلاحاتو عملدرآمد سره اقتصادي هدفونه په كاميابۍ سره ممكن شوې او دا لړۍ به دوامداره ساتلې شي
د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې د دريو كالو راهسې روان اقتصادي اصلاحات به راتلونكې دوه كاله هم دوام داره ساتلې شي ۔اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز