اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د زيارت په ورځ ورچوئل غونډه كښې په افغانستان كښې د انساني همدردۍ په اړه د اعليٰ پائې وزارتي غونډې ته خطاب وكړو۔غونډه د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر رابللي وه چې پكښې قطر، برتانيې او المان پشمول غړو هېوادونو ګډون كولو۔خپل ويډيو لنك خطاب كښې خارجه وزير په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې امن او پرمختګ لپاره د افغانانو ملاتړ وكړي۔ده د كوټلي حل په اهميت زور راوړو چې پكښې د معاش موقعې وركول او افغان آبادۍ لپاره خوراك ، صحت او تعليم په شان تر بنيادي ضروريات رسنه باوري كول شامل دي۔ خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د نړۍ په نورو برخو كښې رامخې ته شوې انساني صورتحال بايد د افغانانو شديد ضروريات څخه پام ونه ګرځوي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان افغانستان لپاره د انساني همدردۍ په هڅو كښې تر ټولو وړاندې دے چې پكښې انخلا او كډه كولو كښې آسانۍ وركول او فضائي او زميكيزې لارو امدادي سامان ترسيل لپاره د انساني همدردۍ په بنياد کوريډور جوړول شامل دي۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان لپاره د انساني همدردۍ په بنياد مرسته ليږي او د افغانستان لپاره ئې 30 مليونه ډالره انساني امدادي پيکج د برخې په توګه غنم ٬ اوړه او طبي سامان لېږلے دﺀ ۔د تيرو كلونو په مهال پاکستان په افغانستان كښې پرمختيائي پروژو لپاره يو ارب ډالر څخه زياتې روپې بيلې كړي، پاکستان اوس هم تقريباً د 40 لکهه افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ خارجه وزير غونډه د اسلامي مرستې تنظيم د پليټ فارم د لارې ’افغانستان هيومينټيرين ټرسټ فنډ‘فعالولو لپاره د پاکستان د هڅو څخه هم خبر كړه۔
نړيواله ورورولي دې امن او پرمختګ لپاره د افغانانو ملاتړ وكړي،شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا