اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې موسمياتي بدلون لوے چېلنج دے، د دې په سمدستي توګه مخنيوي ته اړتيا ده، مونږ خپلو كوچنيانو ته صحت مند او ښه سباون وركولو لپاره د دې چېلنج د مقابلې عزم لرو۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل نن وفاقي كابينې د موسمياتي بدلون په رامخې ته ګڼ اړخيزه چېلنجونو تفصيلي خبرې كړې دي۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلون پحقله په زړه پورې اقداماتو ګټه زمونږ لپاره زياته كېدې شي، ځكه چې پاكستان د موسمياتي بدلون په سرفهرست لس هېوادونو كښې شامل دې۔ ده ووئيل چېلنجونه ډېر لوي دي او دې ته په سمدستي توګه پام كولو ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم ووئيل ھغه ورځې لاړې چې په موسمياتي بدلون به په بند كمرو كښې بحث كېدو، دې څخه زمونږ امروزه ژوند ځپلې كېږي، د خوراك او اوبو نېغ په نېغه تعلق د آب و هوا خطرو سره دے۔ ده ووئيل مونږ خپلو كوچنيانو ته صحت مند او ښه سباون وركولو لپاره د دې چېلنج د مقابلې عزم لرو
موسمياتي بدلون لوے چېلنج دے، د دې په سمدستي توګه مخنيوي ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم ټويټ
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری