اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكاۍ لپاره د کابینې کمېټۍ غونډه وشوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ په غونډه كښې د کمېټۍ نورو غړو پشمول د نجکارۍ، صنعت او خوراك، تجارت، برېښنا ،خزانې وزارت وزيرانو او د بېلو ډویژنو وفاقی سیکرټریز هم ګډون كولو۔ نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ د پی ??ی بورډ په تجویز غور وكړو د كوم له مخې چې د بلیو ورلډ د اړخه د پاکستان انټرنېشنل ای??رلائنز کارپورېشن لمیټډ (60 فیصده حصص) تقسیم لپاره وړان??ې كړې شوې د 10 اربه روپو بولی مسترد کولو سفارش وكړے شو۔ کمېټۍ د پی ??ی بورډ سفارش قبلول?? سره پريكړه وكړه او بولی ئې مسترد کړه۔ د بیان له مخې نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ د خزانې وزیر مملکت په مشرۍ كښې يوه كمېټي هم جوړه كړه كومه به چې د روزویلټ هوټل نجکارۍ لپاره د ممکنه لېن دېن اختیارات او د ترلاسه قانونی دفعات په رڼا ??ښې د اختیار کړې شوو تګلارو جاج اخلي۔ نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ رارواني غونډې څخه وړاندې د ټولو مسئلو حل كولو او د سروسز انټرنیشنل هوټل خرڅولو لوظنامې ته د حتمی شکل وركولو سپارښتنه هم وكړه
د سینیټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې نجكارۍ لپاره د کابینه کميټۍ غونډه ،پی آئی اے لپاره د 10 اربه روپو بولی مسترد كړې شوه
BNG Electronic Honesty Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو