اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي كابينې د اي سي اېل په رولز كښې د بدلون منظوري وركړې٬ 3 زره وګړو ته به ګټه ورسي٬مونږ په مېرټ قوانين جوړ كړي٬پخواني وزيراعظم عمران خان له به كوټلے امنيت وركولے شي٬سياسي اختلافات په خپل ځاے خو څوك به هم د خپل حق څخه محروم نه شي٬مونږ چې كوم قوانين جوړ كړي په هغې كښې داسې څه نشته چې مونږ ته يې ګټه ورسي او مخالفينو ته زيان۔د جمعې په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې خبري كنفرنس ته په وېنا كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل د داخله وزارت سره 21 نه تر 22 ادارې دي٬په دې حقله ماله بريفنګ راكړے شوے٬دا باور وركوم چې شفافيت او د اولسي ښېګړې هڅې به كولې شي كله چې مهمه پريكړه كېږي د مېډيا په نوټس كښې به راوستلې شي۔ده ووئيل د څو كلونو راهسې اي سي اېل يوه مسئله جوړه شوې وه څوك به چې يرول غوښتل مطلوب وو نېب به ورته نوټس لېږلو او د هغه نامه به په اي سي اېل كښې اچولې شوه۔ده ووئيل د اي سي اېل په رولز كښې د بدلون په حقله وزارتي كمېټي جوړه شوې وه٬كمېټۍ په دې په تندۍ سره كار كړے او په رولز كښې يې بدلون كړے٬كه حكومت د چا نامه په اي سي اېل كښې اچوي نو 120 ورځې پس به د هغه نامه د اي سي اېل څخه ويستلې شي۔دا مهال 4863 وګړي په اي سي اېل دي٬ ده ووئېل د رولز منظوري كابينې وركړی۔د قانون څخه به 3 زره وګړو ته ګټه ورسي او د هغوي نامې به د اي سي اېل څخه ويستلې شي۔وفاقي وزير ووئيل ترهه ګرۍ كښې ككړو كسانو ته به د دې قانون ترمخه ګټه نه رسي۔د هېواد سلامتيا په ضد وګړو ته به هم ګټه نه ترلاسه كېږي٬رانا ثناﺀ الله ووئيل عمران خان چې كله د وزيراعظم چوكۍ سنبهاله كړه نو وړومبے كار يې دا كړے ؤ چې زمونږ امنيت يې بېرته اخستے ؤ خو مونږ عمران خان له امنيت وركوو كوم چې د هغه سېكرټري اعظم خان غوښتے ؤ ۔ وفاقي وزير ووئېل د عمران خان امنيت لپاره شهباز شريف امر كړے ؤ د هغې له مخې به هغه له امنيت وركولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل بليك لسټ او پي اېن آئي اېل كښې هم 30 زره كسان شامل دي٬مونږ هڅه كوو چې د رائے په څرګندونه بندېز نه وي٬په اېل سي اېل كښې چې چا سره زياتے شوے وي اوس به انصاف كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد بهرنے مداخلت ونشي٬سفير چې د وګړو سره ملاقات كوي نو د هغه خپله رائے وي۔ده ووئيل د امريكې څخه د سفير رالېږلے شوے خط مې وكتلو په هغې كښې د چا نامه نشته٬شهباز شريف پرله پسې په كار باور لري٬د اولسي ګټې لپاره د هر تجويز به هركلے كولے شي
كابينې د اي سي اېل په رولز كښې د بدلون منظوري وركړې٬ 3 زره وګړو ته به ګټه ورسي٬مونږ په مېرټ قوانين جوړ كړي٬پخواني وزيراعظم عمران خان له به كوټلے امنيت وركولے شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون