اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك وئيلي دي چې روسيه څخه درآمد شوې خام تېل په ټيټه بيعه ترلاسه كېږي٬ د دې ګټه به اولس ته منتقل كوٶ، آذربائيجان به هره مياشت پاكستان ته په ارزان اېل ا??ن جي كارګور وركوي، امريكې څخه به ګرين هائيدروجن او امونيا راوړو٬ اروپائي هېوادونو ته مو بلنه وركړې ده چې پاكستان كښې د اېل ا??ن جي كارخانے ولګوۍ، ??ركمانستان سره د تاپي ګاز پائپ لائن په لوظنامه لوے پېشرفت شوېدے٬ د هېواد د ګاز ګ??ځينده قرض ختم كړے شوې دې٬ د تېل او ګاز لټون لپاره به د 16 نه تر 24 نوې آف شور بلاكس نيلام كوٶ، اولس څخه د ګرانۍ بوجھ اخوا كولو لپاره په تنخاګانو كښې اضافې شوې، د تېر حكومت د څلور كلنې كاركردګۍ زمونږ د يو كال كاركردګۍ سره موازنه وكړئ، زمونږ د خارجه پاليسي او د توان د پاليسۍ محور د هېواد ترقي ده، د سائفر ډرامے نه پس د امريكې په وړاندې د منت زارۍ كولو سفر هم اولس ليدلېدے۔ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ??وئ??ل پاكستان د روسيه نه يو لك ټن تېل اخستې دي٬ د دې نمونے د وړاندې نه ترلاسه كړې شوې وې، او لېب ټېسټ ئې هم شوېدے۔ ده ??وئ??ل روسيه څخه د تېلو بېړۍ كراچۍ ته رارسېدلے ده او د دې نه پس به تسلسل سره تېلو راغواړو، هېواد ته په درآمد كېدونكې خام تېلو كښې به په دريو كښې يوه برخه د روسيه څخه درامد كولې شي، د دې ګټه به اولس ته منتقل كولې شي۔ وزير مملكت ??وئ??ل د سائفر ډرامے نه پس د امريكې په وړاندې د منت زارۍ كولو سفر هم اولس ليدلېدے٬ په 75 كالو كښې وړومبي ځل روسيه څخه تېل پاكستان ته رارسېدلې دي، مونږ ته معلومه ده چې اولس ګرانۍ سره مخ دې او د ګرانۍ كمي لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ??وئ??ل د نوې ريفائنري پاليسۍ منظوري وركړې شوې ده٬ خليجي هېوادونه به لس اربه ډالره سرمايه كاري كوي٬ د پخوانۍ ريفائنريز پاليسي به ډېره زر منظوره شي ۔ ده ??وئ??ل د ټائټ ګاز پاليسي په آخري پړاٶ كښې ده٬ د تېل او ګاز لټون لپاره به د 16 نه تر 24 نوې آف شور بلاكس نيلام كوٶ٬ په تېرو څلورو كالو كښې د ګاز او تېلو لټون لپاره يو بلاك نه دې نيلام كړې شوې۔ وزير مملكت ??وئ??ل تركمانستان سره د تاپي ګاز پائپ لائن په لوظنامه لوے پېشرفت شوېدے، اروپائي هېوادونو ته مو بلنه وركړې ده چې پاكستان كښې د اېل ا??ن جي كارخانے ولګوۍ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئ??ل مونږ د ګاز كمبوت سره مخ يو دې لپاره نوې كنكشنز نشو وركولې
روسيه څخه درآمد شوې خام تېل په ټيټه بيعه ترلاسه كېږي٬ د دې ګټه به اولس ته منتقل كوٶ، آذربائيجان به هره مياشت پاكستان ته په ارزان اېل اېن جي كارګور وركوي، امريكې څخه به ګرين هائيدروجن او امونيا راوړو۔ وزيرمملكت مصدق ملك
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná