اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت٬ټېكسټائل او صنعت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي چين سره د خپلواكه تجارتې لوظ نامې نه پس پاكستان د آسيان په طرز ډيوټي فري رسنه غوښتې ده ٬چين د لوظ نامې له مخې په 313 څيزونو ډيوټي فري رسنې ته صلاح شوې ٬د اېف ټي اے څخه په بشپړه توګه ګټه ترلاسه كولو لپاره به برآمدات زياتول وي او د صنعتونو استعداد به مستحكمول وي٬صنعتي پالېسي به ډېر زر اعلان كړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د چين سره د آزاد تجارت لوظ نامې(اېف ټي اے)په اړه پرېس بريفنګ ته وكړه۔ده وو??يل چين د تجارت په اړه الي??ټر??نك ډېټا وركولو له خوښي لری۔ده وو??يل چين په 313 څيزونو ډيوټي فري رسنه وركړی٬په دې به د چين 64 اربه ډالر خرڅ كېږي۔ده وو??يل پاكستان د آسيان په طرز ډيوټي فري رسنه غوښتې ده٬چين سره د خپلواكه تجارتې لوظ نامې له مخې په 313 څيزونو ټېرف لائن صفر غوښتې شوې كوم چې هغوي تسليم كړی۔ده وو??يل اوس به پاكستان د چين څخه 313 څيزونه ډيوټي فري برآمد كوي۔ده وو??يل چين به پاكستان ته د درآمدات او برآمدات تفصيلات وركوي ٬ ده وو??ېل د اېف ټي اے له مخې د صنعتونو پرمختګ او مسابقتي عمل ودې لپاره هم تګلاره خپلولوو د كومې چې به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ده وو??يل د پاك چين تجارتي لوظ نامې له مخې پاكستان ته د آسيان هېوادونو يو ډول مراعات وركړی شوي كوم چې خوشبينه دي٬چين څخه 313 ټېرف لائن ډيوټي فري اخستې شوي ۔ده وو??يل چين هم مونږ څخه مراعات غوښتې ٬چين ته به په پنځلسو كلونو كښې تر پاكستان ماركيټونو رسنه وركولې شي٬اېف ټي اے له مخې پاكستاني صنعت تحفظ لپاره هم اقدامات پورته شوي٬ ده وو??ېل په دې لړ كښې د نېشنل ټېرف كمېشن ادارې مضبوطېږي٬۔هيله لرو چې پھ لوظ نامه به د يكم جون څخه عمل پېل شي۔ده وو??يل د پاكستان ټېكسټائل برآمدات د وړاندې نه زياتېدل پیل شوې۔د وزيراعظم د صلاحكار عبدالرزاق داود وو??يل د شوګر مل مالكانو سره ملاقات شوې او په هېواد كښې وافر چينې موجود دي ۔ده وو??يل د سي پیك له مخې د خاص اقتصادي زونز انتخاب د ښه ځاې كول دي ٬مونږ د چينائي ماركيټونو څخه ګټه پورته كول غواړو۔ده وو??يل د چين سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوو جې ورسره به د روزګار موقعې راپېدا شي
د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد پرېس بريفنګ ته وېنا
مضمون کا ماخذ : quina acumulada