اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) پاکستان وئيلي د پاكستان او چين دوه اړخيزه آزمائيلې شوې ملګرتيا عمر له مستحكم پاتې شوې او د بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال صورتحال باوجود دا متاثره شوې نه ده٬ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين دوره ترسره كېدو نه پس خارجه دفتر په يو ټويټ كښې وئيلي دي چې د پاك چين سدا بهار ملګرتيا تل وده كړې ده او مستحكم شوې ده او د سيمه ايزې او نړيوالې بدلېدونكې وضعې هم په دې اغيز نه دې شوې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين خپله دوره بشپړولو نه پس بېرته راروان شوې٬ په چين كښې ئې د چين سټېټ قونصلر او خارجه وزير وانګ ژي سره ملاقاتونه كړي او دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو لپاره ئې د عزم پخلې كړې۔ خارجه دفتر ووئيل چې دواړو هېوادونو په تزويراتي مرستې آډانه سدا بهار شركتداري لا مستحكم كولو لپاره د عزم پخلې كړې دې۔ د چين د خارجه چارو وزارت وياند د دواړو مشرانو ترمېنځِه د ملاقات پحقله ټويټ كړې٬ چې پكښې وئيلي شوې دي چې د دې نه ثابتېږي چې چين او پاكستان د يو بل د زيات باور وړ ګاٶنډيان٬ ښه ملګري او ښه وروڼه دي
د پاكستان او چين دوه اړخيزه آزمائيلې شوې ملګرتيا ټول عمري له مستحكم پاتې شوې ٬ د بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال صورتحال باوجود متاثره شوې نه ده۔ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ