اسلام آباد۔27فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د قومي ورثې او كلتور سلاحكار امير مقام وئيلي دي د امريكائي شاعرۍ اردو ژباړنه يواځې ادبي كار نه د پاك امريكا د ملګرتيا په زنځير كښې يوه بله كړۍ ده۔ په اکادمی ادبیات پاکستان كښې د نارتھ وېمن پوئټس (د منتخب نظمونو اردو ژباړې) دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل پاكستان امريكا سره ګڼ اړخيزه تاريخي اړيكې لري۔ په پاكستان كښې د امريكائي سفير ستائنه كولو سره ده ووئيل اولسي سفارتكاري د رياستونو ترمينځه د اړيكو په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ انجینئر امیر مقام ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ ټولو هېوادونو او همكارانو سره اړيكو ته د ودې وركولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل زه امريكائي وګړو او په خاص توګه اديبانو او فنكارانو ته بلنه وركوم چې هغوي راشي او زمونږ د ښكلي هېواد دوره وكړي او زمونږ اديبانو او فنكارانو سره د خپل كلتوري ذهانت تبادله وكړي۔ ده ووئيل زه د وزيراعظم د قومي ورثې د سلاحكار په توګه په دې لړ كښې كومې هم مرستې كولو له چمتو يم۔ ده ووئيل زه دا منم چې د قطبي امريكا انګلېسۍ ژبې څخه په اردو ژبه كښې ژباړه يو ګران كار دے۔ د وزیر اعظم سلاحكار په دې كار كولو ناهید ورک ته مباركي وركړه او علم او ادب سره د دې تړون يۍ وستائلو۔ دا خبره دې ياده وي د كتاب ژباړه ناهيد ورك كړې ده او دا كتاب اكادمي ادبيات پاكستان شائع كړے دے۔ د اېن اېچ اېڼډ سي ډي وفاقي سېكرټري فارينه مظهر ووئيل دا يو ځانګړے كتاب دے ۔ دې ووئيل ډويژن نورو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكو مضبوطولو له د حكومتي هدفونو سر كولو په لاره روان دے او دا كتاب دغې مقصد پلو يو ګام دے۔ امريكائي سفير ډونلډ بلوم ووئيل دا د پاك امريكا اړيكو د 75 مې سالګرې موقع ده۔ ده زياته كړه چې دا كتاب هغه كړكۍ ده په كومه كښې چې يو لوستونكے په اردو ژبه كښې د امريكائي ټولنې او اداب نظاره كوي۔ د اکادمۍ چيئرمېن ډاکټر یوسف خشک ووئيل دا كتاب د اكامۍ په اشاعتونو كښې يوه مهمه اضافه ده۔ په دې انتخاب كښې شامل شاعران د امريكائي عصري ادب ستنې دي۔ ناهيد ورك د پاكستان اكادمي آف لېټرز مننه وكړه او د دې كتاب پراجېكټ يۍ دوي ته اوسپارلو۔ دې څخه وروستو انجينئر امير مقام او د امريكا سفير ډونلډ بلوم د اكېډمۍ د هال آف فېم دوره هم وكړه۔
د امريكائي شاعرۍ اردو ژباړنه يواځې ادبي كار نه د پاك امريكا ملګرتيا په زنځير كښې يوه بله كړۍ ده ٬ د وزيراعظم سلاحكار امير مقام د مخكتنې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار