اسلام آباد۔6جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د څلور لېن هائي وے د جوړولو لګښت 411 ملینه روپو في کلومیټر څخه 172 ملینه روپو ته په کمولو او د 125 فیصده زیات ریونیو په جمع کولو د مواصلاتو وزارت او اېن اېچ اے ته مباركي وركړه۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان په خپل ټويټ كښې د مسلم ليګ نون او د خپل حكومت د دور د موازنې چارټ وړاندې كولو سره ووئيل چې د مواصلات وزارت او د اېن اېچ اے د سپېځلتيا او ډیجیټلائزېشن له امله د څلور لېن هائي وے په لګښت كښې د مسلم ليګ نون د حكومت د دور په مقابله كښې زيات بچت شوې دې۔ د دې نه ځانله د تېر دور په مقابله كښې د دري نيم كالو په مهال په ريونيو وصولۍ كښې 125 فيصده اضافه شوې ده كومه چې د 81.78 اربه روپو نه زياتېدو سره 184.14 اربه روپۍ شوې دې۔ دې سره سره د 5.18 اربه روپو ماليت زمكه د تجاوزاتو نه پاكه كړې شوې ده۔ هغه ووئيل چې د پي ټي آئي په دور كښې د څلور لېن هائي وے د جوړېدو لګښت 17 کروړه 20 لکه روپۍ في كلوميټر شوې كوم چې د مسلم ليګ نون د 2013 نه تر 2018 دور حکومت حكومت 41 کروړه 10 لکه روپۍ في كلوميتر يعني 138 فيصده نه ههم زيات دې۔ هغه ووئيل په څلور لېن موتروے د مسلم ليګ نون په دور كښې لګښت د 60 كروړه 60 لكه روپو وو او د پي ټي آئي په دور كښې دا لګښت 53 فيصده كمېدو سره 38 كروړه 50 لكه روپۍ شوې۔ هغه ووئيل د مسلم ليګ نون په دور كښې د روډ په بحالۍ د 8 كروړه 1 لك روپو في كلوميټر لګښت راغلې او د پي ټي آئي په دور كښې دا لګښت كمېدو سره 5 كروړه 30 لكه روپۍ پاتې شوې۔ هغه ووئيل د مسلم ليګ نون په دور كښې په اولنو درې نيمو كلونو كښې د ريونيو وصولي د 8 کروړه 17 لکه روپو نه زياته وه او د پي ټي آئي په دور كښې په دومره موده كښې دا وصولي 18 كروړه 41 لكه روبو نه زياته شوې كومه چې 125 فيصده اضافه ده۔
د وزیراعظم عمران خان د څلور لېن هائي وے د جوړولو لګښت 411 ملین روپو في کلومیټر څخه 172 ملین روپو ته په کمولو او د 125 فیصده زیات ریونیو په جمع کولو د مواصلاتو وزارت او اېن اېچ اے ته مباركي
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔