اسلام آباد 06جولائي (اے پي پي)پاکستان پيپلزپارټي لارښود او د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان په ړه صلاحكار قمر زمان كائره د پنجاب اسمبلۍ په 20 حلقو په كېدونكو ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) د كانديدانو د بشپړ ملاتړ اعلان كولو سره وئيلي دي دا ټاكنې به په ګډه كوٶ، اتحادي حکومت په سختو پرېكړو كولو د پاکستان د حالاتو سنبھالولو هڅه كړې ٬ اوس چا ته د نورې مهم جوئۍ اجازه نشو وركولې ٬ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل پاكستان ديواليه كېدو ته نشو پرېښودے٬ اتحادي ګوندونو خپل سياست په داٶ لګولو سره غټ پېټے په سر اخستے۔دا خبرې د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان کائره د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ قمر زمان کائره ووئيل پاکستان پيپلزپارټي د پنجاب اسمبلۍ په 20 حلقو په كېدونكو ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ د كانديدانو د مرستې او لاتړ اعلان كړے ٬ پاكستان پيپلز پارټۍ او اتحادي ګوندونو پرېكړه كړې وه چې مونږ به په دې ضمني ټاكنو كښې نه يوازې د مسلم ليګ (ن) د كانديدانو بشپړ ملاتړ كوو بلكې دا ټاكنې به په ګډه كوٶ، ده ووئېل د پنجاب اسمبلۍ سپيکر٬ د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر٬ د پاكستان صدر او د پنجاب ګورنر چې كوم حالات جوړ كړي وو ھغې څخه صورتحال خرابۍ پلو تللے ٶ، اوس صورتحال بهترۍ پلو روان دے ٬ ده ووئېل د دې ټول صورتحال ځواب په 17م تاريخ انتخابي عمل كښې وركول دي او يو ښه او قوي بنياد هم جوړول دي۔ په دې موقعوفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل پيپلزپارټي د پنجاباسمبلي په 20 حلقو كښې په ضمني ټاكنو كښې زمونږ د ملاتړ اعلان كړے ، د خپل ګوند لخوا د پيپلز پارټۍ د قيادت او كاركنانو مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ په غېر مشروط توګه د يو بل د ملګرتيا اعلان كړے ، پيپلزپارټي او نور اتحادي ګوندونه دا انتخابات خپل ګڼي ځكه چې زمونږ مقصد مشترك دے۔ ده ووئيل خلق بيا بيا پوښتنه كوي چې كله عمران خان او د ھغه ملګرو كوم سركس لګولے ٶ او ھغوي خپل كښنتې كوهي ته غورځېدو ته نزدې وٶ نو د ھغوي د پيټي پخپل سر د پورته كولو څه ضرورت ٶ؟ په دې لر كښې د تخښتې آپشن تر ټولو آسان ٶ،ده ووئېل د عدم اعتماد تحريک نه پس چې كله مونږ په لندن كښې د خپل قيادت سره صلاح مشوره وكړه نو زمونږ ذهن جوړېدو چې مونږ په هېواد كښې ټولټاكنې وكړو ځكه چې دا زمونږ مطالبه وه٬ خو ځېنې داسې خنډان رامخې ته شول٬ چېپكښې لوي خنډ دا ؤ چې 90 ورځو لپاره چې كه لنډمهاله حكومت جوړ شي نو آئي اېم اېف او نړيوالې مالياتي ادارې به د پاكستان لخوا څوك انګېج كوي٬ ځكه چي ھغوي غېر منتخب حكومت سره خبرو له چمتو نه و ٶ،ده ووئېل خپل سياست بچ كولو لپاره پاكستان ديواليه كېدو ته نشو وركولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب خواجه سعد رفيق ووئيل مونږ زاړه خلق يو ٬ د اولس په ملاتړ زمونږ حكومت ځي هم او راځي هم٬ هر تكليف مونږ زغملے دے، مونږ به دا بېخي نه وائيو چې ېرېدل پكار نه دي٬ د ېرېدو وخت خو دے٬ ده ووئېل مونږ څه هر كس دا مهال ګرانۍ متاثره دكړے ، په پنجاب كښې چې څوك سل يونټ برېښنا استعمالوي د ھغې بل به د پنجاب واكمن وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب قمر زمان کائره ووئيل كله چې مونږ حكومت ترلاسه كړو نو مونږ په دې پوهه وٶ چې زمونږ په پرېكړو به اولس تنګېږي٬ عمران خان په تلو تلو كښې د ريليف په نامه د پاكستان معيشت ته زيان رسولے ٬ زمونږ پرېكړه يوه وه چې هېواد بچ كول دي يا سياست٬ مونږ له د سياست د لارې هېواد بچ كول دي٬ ده ووئېل سياست د هېواد نه جلا نه دے٬ دا هېواد په سياست جوړ دے او هم سياست به ئې بچ كوي
اتحادي حکومت په سختو پرېكړو كولو د پاکستانحالاتسنبھالولو هڅه كړې ٬ اوس چا ته د نورې مهم جوئۍ اجازه نشو وركولې۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان کائره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں