اسلام آباد 19اپرېل(اے پی پی) د وړوكې اختر شوال 1444ھ مياشت ليدلو لپاره د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه (نن)د زيارت په ورځ د اپرېل په 20مه نېټه اسلام آباد كښې رابللې شوې ۔د غونډې مشري به د رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا محمد عبدالخبير آزاد كوي او په ټول هېواد كښې به د زونل او ضعلي هلال كمېټو غونډې په خپلو خپلو اړوندو ځايونو كېږي۔په دې اړه د مذهبي چارو وزارت كښې يو اطلاعاتي سنټر جوړ كړے شوے ۔د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا محمد عبدالخبير آزاد د مياشت ليدلو په اړه د ټول هېواد څخه ترلاسه شهادتونو تر مخه به اعلان كوي۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا