اسلام آباد۔8 مارچ(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي مېرمنو له به د آئين او قانون له مخې خپل حقونه او مقام وركول وي دغسې چې دوي په سماجي او معاشي توګه يو باوقاره ژوند تېر كړي٬ د مېرمنو د كار ٬ خوارۍ ٬ هڅو او كاميابو بايد ډاډګيرنه وكړې شي۔ د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل د پاكستانو بهادرو ٬ محنتي او زړه ورو مېرمنو پشمول د ګردې نړۍ مېرمنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم او مباركي وركوم۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد د مېرمنو ډاډګيرنه كول ٬ د دوي حقونه تسليمول او د دوي د مساوي حېثيت په اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ شیری رحمان ووئيل زمونږ مېرمنې زمونږ په خانداني نظام ٬ ټولنه او د هېواد او معيشت په شمول د ژوند په هره يوه برخه كښې د ملا د تېر حېثيت لري۔ د ګرد هېواد مېرمنو له دې د روغتيا ٬ زده كړو او نورو بنيادي آسانيو يو ډول چاپېريال برابر كړے شي۔ دې ووئيل نن زمونږ مېرمنې د خپلو بشري او قانوني حقونو غوښتنه كوي۔ دا ورځ د مېرمنو د هڅو علامت دے۔ دې ووئيل ټول اولس ته خواست كوم چې د دې ورځې د اړوندو تعصباتو څخه ځان اوساتي۔ دې ووئيل د مېرمنو د كار ٬ خوارۍ او كاميابو بايد ډاډګيرنه وكړې شي
مېرمنو له به د آئين او قانون له مخې حقونه او مقام وركول وي٬ سېنېټر شېري رحمان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج