اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان امن كښې خوښي لري٬ او په امن كښې زمونږ خوښي لرل دې زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي٬ هند په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشر?? حقونو سنګين?? خلاف ورزۍ كوي٬ په نړيواله كچه د را??خې ته شويو معاشي ستونزو د لاسه پاكستانې اولس به اغېزمن كېدو ته ورنكړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په پی اے اېف اکېډمی اصغرخان رسالپور كښې پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده پاس آؤټ كېدونكو كېډټس او د هغوي مور پلار ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل پاک فضائیه په كوم هم چېلنج كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ، پاك فضائيه په نړۍ كښې ځانګړې مهارت لري۔ ده ووئيل پاک فضائیې د كال 2019 فرورۍ مياشت كښې د هند د جارحيت بشپړه ځواب وكړو۔ ده ووئيل د تېرو دوه لسيزو په مهال اولس ترهګرۍ او انتها خوښۍ سره مخ پاتے شو٬ د پاك پوځ په شم??ل ټولو قانون نافذ كوؤنكو ادارو د دې ناسور په مړانه مقابله وكړه٬ ټول اولس خپلو ځواكونو سره ولاړ دے ٬ باور لرم چې پاك پوځ به ټول عمري له د اولس د هيلو له ??خې كار وكړي۔ ده ووئيل د معيشت په سم لوري روانولو له ټولې ممكنه هڅې كوؤ ځكه خو ميثاق معيشت غواړؤ۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د را??خې ته شويو معاشي ستونزو د لاسه پاكستانې اولس به اغېزمن كېدو ته ورنكړؤ۔ ډېر زر به د هېواد معاشي حالات ښه شي٬ پاك پروردګار دې د هېواد پرمختګ لپاره مونږ له په ګډه د كار كولو توفيق راكړي۔ ده ووئيل پاكستان امن كښې خوښي لري٬ او په امن كښې زمونږ خوښي لرل دې زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي٬ هند په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشر?? حقونو سنګين?? خلاف ورزۍ كوي۔ ده ووئيل د كال 2019 اګست مياشتې راهېسې هند جموں وكشمير په يو ښكاره زندان كښې بدل كړے دے۔ ده ووئيل د كشمير شخړه پخوانۍ ده دا دې د كشميري اولس د خوښې او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له ??خې حل كړې شي ولې چې د منطقې تلپاتې امن د دې مسئلې حل سره تړلے دے۔ وز??را??ظم ووئيل ټولو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړؤ۔ ده ووئيل منطقه كښې امن لپاره به ګاونډي هېوادونو سره په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل د پاك فضائيه په غوره ډول مشري كولو ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو ته مباركي وركوم۔ په دې موقعه وز??را??ظم پاس شوي كېډټس ته بېجونه و لګول۔ ده د ګارډ آف آنر معائنه وكړه ۔ په دستوره كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مریم اورنګزېب، د پاک هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو او اعلی سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔
د هيواد معاشي حالات به ډير زر ښه شي٬ د وزيراعظم په پي اے ايف اكيډمي رسالپور كښې پاسنګ آؤټ پريډ دستورې ته خطاب
Ninja Raccoon Mania Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha