اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د آئين احترام او درناوي لپاره به ټولو ادارو او اولس له يو موټي كېدل وي٬ آئين د پارليمنټ په غېږ كښې زېږېدلے دے۔ عدليه د آئين تشريح كولې شي ري رائټ نه٬ په نړۍ كښې چرته هم داسې مثال نشته چې د پارليمان د قانون په اړه٬ چې هغه له جوړ شوے هم نه وي ٬ عدالت كوم حكم امتناعي جاري كړي٬ مونږ به كه لويے څښتن ته منظور وي رياست بچ كولو لپاره له كومې هم قربانۍ څخه یوه شېبه هم ډډه ونه کړو. ده د زيارت په ورځ د آئين پاكستان 1973 موبائل اېپ اجراﺀ دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او داخله وزير ر??نا ثناﺀ الله هم موجود وو۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د آئين په ډيجيټل اېپ رامخې ته كېدو سره به زده كوؤنكي او د كروړونو په شمېر پاكستاني وګړي د آئين منشا څخه ??بر شي او دې څخه ??ه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل دا يو په زړه پورې اتفاق دے چې ز?? په 12 اكتوبر 1999 د پي ټي وي د دې ودانۍ خواته وم كله چې يو غېر آئيني ګام پورته كړے شوے وو او نن د پاك پروردګار په فضل د آئين درناوي او د آئين شقونه هر خاص او عام و ګړي ته رسولو له په دې ودانۍ كښې موجود يم۔ د دې آئين په بنياد اېښودونكو كښې د وزیراعظم ذوالفقار علی بھټو، مفتی محمود مرحوم، مول??نا شاہ احمد نورانی مرحوم او خان عبدالولی خان په ډول معزز شخصيات شامل دي كومو چې د خپل خپل سياسي سوچ له مخې د خپلو ګوندونو مشري كوله۔ خو د پاكستان آئين لپاره هغوي خپل منځه اختلافات يو اړخ ته كړل او دا آئين يۍ جوړ كړو۔ده ووئيل چې د آئين د احترام او درناوي لپاره به ټولو ادارو او اولس له يو موټي كېدل وي٬ آئين د پارليمنټ په غېره كښې زېږېدلے دے۔ عدليه د آئين تشريح كولې شي خو ري رائټ نه شي كولې٬ دا اختيار يوازې پارليمان ته ترلاسه دے او دا يوازې پاكستان كښې نه بلكې په ګرده نړۍ كښې يو مسلمه اصول دے۔ وزيراعظم ووئيل زما په شمول مونږ ټولو سياستدانانو نه بې شمېره تېروتنې شوې دي او لويې خلق هغه وي چې له خپلو تېروتنو څخه ??ده كړه كولو سره مخ په وړاندې ځي او د قوم لويو مقاصدو له خپلې ذاتي ګټې د ملي ګټو تابع كوي۔ وزیراعظم ووئيل يقينا ً مونږ سبق زده كړې دې او كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به د پاكستان حالات سمولو له شپه او ورځ كار كوؤ۔ ده ووئيل په نړۍ كښې چرته هم داسې مثال نشي ترلاسه كېدې چې د پارليمان په قانون٬ چې هغه له جوړ شوے هم نه وي ٬ عدالت كوم حكم امتناعي جاري كړي٬ داسې كله نه ده شوې٬ دا اول ځل شوي دي او په دې اړه به پارليمان خپل آئين حق كاروي۔ ده ووئيل آمرانو آئين م??ت كړو ٬ د دې يو نه څو څو مثالونه موجود دي٬ خو مونږ عداليه ٬ عدالت عظمی ٬ بېنچ او بار څخه هيله لرؤ چې هغه به د آئين او قانون تحفظ كوي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د آئين په نصاب كښې د شاملولو پرېكړه د روان وخت تر ټولو بهترينه پرېكړه ده۔ دې سره به زده كوؤنكو ته د پاكستان قانون او آئين ياد شي چې ورسره به د قانون په حكمرانۍ كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم د وفاقي وزيرې مریم اورنګزیب، وفاقي وزير ر??نا ثناﺀ الله ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف ، د پاكستان د پارليمان او نادرا چارواكو مننه كولو سره ووئيل د پاكستان د آئين 50 مې سالګرې په موقعه چې كوم ګامونه پورته كړې شول هغه د ستائنې وړ دي۔ وزیراعظم هيله ولرله چې ز??ونږ ځوان كول به د آئين د دې كتاب په ښه ډول لوسته وكړي ٬ دا به ياد كړي او په دې به په تعليمي ادارو كښې بحث وكړے شي۔ دې سره به د قانون په حكمرانۍ كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل زه دلته د آئين درناوي او ثبات لپاره راغلے يم۔ په 12اکتوبر 1999 چې ز?? كله دې ځايې څخه ??ېرېدم نو هغه يوه توره شپه وه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے پاكستان تل آباد ساتي۔
د آئين درناوي او احترام له به ټولو ادارو او اولس له يو موټې كېدل وي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Fruity candy APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس