اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي هېواد كښې د غنمو ډېره ذخيره ??وجود ده٬ په هېواد كښې به د غنمو مصنوعي قلت پېدا كولو او د ناجائزه ګټی كولو اجازه چا له ورنه كړٶ، په صوبو كښې د خپلو او د پاسكو ذَخيرو څخه غنم فلور ??لز ته په وخت رسد باوري كړئ او د غنمو او اوړو په وخت ترسېل لپاره خپل ګورنننس بهتر كړئ٬ د تېرو پنځو ورځو په مهال د حكومتي اقداماتو په سبب د اوړو د 40 كلو تروړې بيعه كښې نزدې زر روپۍ كمے راغلے كومه چې خوشبينه ده، اړوندې وفاقي او صوبائي ادارې دې د اوړو او غنمو ذخيره ??وٶنكو په ضد سخت اقدامات وكړي، حکومت به د بې وسه اولس لپاره د اوړو د مصنوعي كمبوت څخه ګراني پېدا كوٶنكو ته سزا وركوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پ??ڼې له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د اوړو او غنمو د مصنوعي قلت او د ذخيره ??وٶنكو او د ناجائزه منافع خورو پحقله د لوړې كچې هنګامي غونډه شوې۔ په غونډه كښې وزيراعظم په هېواد كښې د غنمو د موجوده ذخيرې جاج واخست۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د غنمو وافر پ??نګې موجود دي او صوبو ته هدايت شوے چې د پاسكو د پانګو څخه دې فلور ??لز ته د غنمو ترسيل لا ګرندے كړي٬ د دې نه علاوه 1.3 مېليونه مېټرك ټن غنم درآمدي سټاك هم هېواد ته رارسېدلے دے او د جنورۍ تر پ??ئې به هم دومره ??ور سټاك راورسي۔ غونډې ته ووئيل شول سږ كال تر پ??ئې به د غنمو كېري فارورډ سټاك 1.4 مېليونه مېټرك ټن ته ورسي كوم چې به د نوي سيزن پېل نه وړاندې د هېواد غذائي ضرورتونه ترسره ??ولو لپاره ??ورا وي۔ وزيرِاعظم د غنمو په موجوده پانګو د اطمينان څرګندونه كولو سره صوبو ته امر وكړو چې غنم او د اوړو د ترسيل پحقله خپل ګورننس بهتر كړئ۔ په غونډه كښې د غذائي تحفظ وفاقي وزير طارق بشير چيمه، د وزيراعظم مرستيال احد چيمه، اړوند وفاقي چارواكو او صوبائي چيف سېكترانو ګډون كولو
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د غنمو او د اوړو مصنوعي قلت او ذخيره كوٶنكو په اړه هنګامي غونډه
Dog House APP download URL
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea