اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خپل روسي همڅنګ په خصوصي بلنه پارليماني پلاوي سره د روسيه په درې و??ځنۍ دوره روان شوے۔ د قامي اسمبلۍ سیكرټرېټ له مخې په پارليماني پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر پټیل، سید آغا ، ډاكټر اېم فاروق ستار، رانا ا??م حیات خان او شیر علی ارباب شامل دي۔ د دورې مقصد پاك – ??وسيه اړيكې مضبوطولو له پارليماني رابطو ته وده وركول دي۔ سپیکر به د خپلې دورې په مهال خپل روسي همڅنګ ٬ نائب وزيراعظم ٬ خارجه وزير او نورو مهمو سياسي شخصياتو سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ په ملاقاتونو كښې به د دواړو هېوادونو د پارليمانونو ترمينځه تړون ته ودې و??كولو سره اړوند يادښتونه لاس ليك كولې شي۔ د سپیکر په مشرۍ كښې د پارليماني پلاوي دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه يو مهم س??ګ ميل ثابت شي۔ پاکستانے پلاوې به په روسيه كښې د پاتې كېدو په مهال د بېلو تاريخي او كلتوري ځايونو دوره هم كوي۔ د پارليماني پلاوي دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو له مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاك – ??وس اريكې په سيمه ايزه او نړيواله كچه زياتې مهمې ګڼلې شي۔
قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پارليماني پلاوي سره په درې ورځنۍ دوره روس ته روان شو
China Resources Sports official entertainment link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا