د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د كراچۍ بندر ځايونه ګتور جوړولو او هېواد كښې د تګ راتګ ښه والي لپاره غونډه
एचबी इलेक्ट्रॉनिक ट्रस्ट बेटिंग एपीपी
APP30-221124
ISLAMABAD: November 22 – Federal Minister for Planning; Development & Special Initiatives; Ahsan Iqbal; chairing a high-level consultative meeting on enhancing the efficiency of Karachi ports by improving hinterland connectivity. APP/MAF/FHA
اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال اسلام آباد ??ښې د كراچۍ بندر ځايونه ګتور جوړولو او هېواد ??ښې دننه د تګ راتګ ښه والي لپاره د اعلٰی كچ غو??ډې مشري وكړه۔په غو??ډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري اويس منظور سمرا٬د انفراسټركچر ممبر وقاص انور٬د پرائيوېټ پارټنرشپ اتهارټي چيف ايګزېكټو افسر٬د سمندري چارو وزارت٬مواصلات٬رېلوے٬ايوي اېشن ډويژن او كامرس ډويژن سينئر استازو ګډون وكړو۔د غو??ډې په مهال د انفراسټركچر ممبر وقار انور د بندرځايونو كاركردګۍ زياتولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده د وزيراعظم آفس د جوړې كړی كمېټۍ پېشرفت نه خبر كړو كومه چې د كراچۍ بندرځايونو ته رامخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره جوړه كړی شوې۔وقار انور ووئيل د پاكستان بهرني تجارت جي ډي بي كښې برخه 26 فيصد ده كومه چې په نړيوال اوسط د 44 فيصد څخه كمه ده۔د كال 2015 نه تر 2020 په مهال د پاكستان بندرځايونو په كلنه توګه درې ملين كنټينر(ټي اي يو)هينډل كړي كومو څخه چې په درېو كښې دوه برخې د كراچۍ درېو ټرمينلز او پاتې پورټ قاسم هينډل كړي۔ده په ګوته كړه چې د كراچۍ په بندرځايونو د رېل استعمال كم دے او زياتره سامان د سړكونو د لارې منتقل كېږي كوم څخه چې ګڼه او ماحولياتي مسئلې راپیدا كېږي۔وفاقي وزير احسن اقبال د غو??ډې په مهال ووئيل د هېواد ??عيشت لپاره د دې مسئلو حل ډېر ضرورې دے۔ده د منصوبه بندۍ٬ وزارت٬پورټ قاسم اتهارټي٬د سمندري چارو وزارت٬نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے) او رېلوے وزارت استازو يوې كمېتۍ جوړولو هدايت وركړو ٬ دا كمېټي به په دوو اوونيو كښې د مسائلو جاج اخستلو سره يوه متفقه حل وړاندې كړي۔وفاقي وزير د حكومت د عزم پخلے ??كړو چې د بندرځايونو كاركردګي دې ښه كړې شي٬تجارت ته به وده وركولې شي او پ??ئي??ار معاشي پرمختګ به باوري كولې شي۔