فېصل آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف وئيلي دي چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتلے شي ٬ د هېواد سلامتيا لپاره د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو قربانۍ كله هم هېرېدې نه شي۔ لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت خپل وطن سره د وفا لوظ پاللو سره خپل نن زمونږ په سبا قربان كړو٬ قام د پاك پوځ په قربانيو وياړي۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم فېصل آباد ته تللو سره د قطبي وزيرستان په سپن وام سيمه كښی د فتنة الخوارج په ضد جنګ كښې د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكي لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت شهید كورنۍ سره غمرازي او شهيد لپاره د بخښنې دعا وكړه۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د وزير اعظم صلاحكار رانا ثناﺀ او سېنېټر طلال چوهدري هم وزيراعظم سره ؤ۔ په ??ې موقعه خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاك پوځ په شهيدانو زما په شمول ټول اولس وياړي۔ د هېواد سلامتيا لپاره د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو قربانۍ د هېرولو ??ه دي۔ پاكستانې قام به د خپلو شهيدانو او د هغوي د كورنيو قرض دارې پاتې وي۔ ده ووئيل د ??ر ډول ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم لرؤ۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو په ضد امنيتي ځواكونو كاميابې كارروايۍ كړې دي۔ لېفټېننټ كرنل محمد علي شوكت د خپل ژوند له پروا كولو ??رته په مړانه د دښمن مقابله وكړه۔ هغه ??مونږ سبا لپاره خپل نن قربان كړو۔ هغه وطن سره د وفا كولو ??وظ وپالو۔ لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت د 4 او 5 اکتوبر په منځومانۍ شپه كښې د شمالي وزيرستان په سپن وام سيمه كښې د ترهګرو په ضد د كارروايۍ په مهال د فائرنګ په تبادله كښې شهيد شوے ؤ۔ ده سره د پاك پوځ نور 5 ځوانان هم شهيدان شوي وو۔ په دغه كارروايۍ كښې 6 خوارجي هم وژلې شوي وو۔
وزیراعظم د ليفټيننټ کرنل محمد علی شوکت شهید كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه
Virtual sports reputable betting platform
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2