اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د کورونا وباﺀ په مهال مونږ د وګړو ساتلو ، د معاش ذريعو تحفظ او معیشت ته ودې وركولو پلو پام لرنه كړي، په دې لړ كښې د سمارټ لاك ډاون تګلارې او نورو اقداماتو په سوب پاکستان كښې د کورونا وباﺀ خپريدو مخنيوي له کامیابی ترلاسه شوي، پاکستان او آسټریلیا بيلو څانګو كښې په شريكه ګټه اډانه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش لري۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د آسټریلیا وزیراعظم سکاټ موریسن سره د ټیلیفوني تماس په مهال وكړه۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه او د شريكې خوښې په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د کورونا صورتحال كښې د آسټریلیا د اړخه كوټلے انتظام وستائلو او د وباﺀ له امله د صحت او معیشت په اړه نړيوال چیلنجونه ئې رامخې ته كړل۔ ده ووئيل د کورونا وبا په مهال مونږ د وګړو بچ كولو ، د معاش ذريعو تحفظ او معیشت ته د ودې وركولو پلو پام لرنه كړي، په دې لړ كښې د سمارټ لاك ډاون تګلارې او نورو اقداماتو په سوب پاکستان كښې د کورونا وباﺀ خپريدو مخنيوي كښې کامیابی ترلاسه شوي۔ وزیراعظم په پرمختګ كوونكو هيوادونو كښې د کووېډ۔19 منفی اثراتو خصوصی ذکر کولو سره ووئيل په دې اړه مونږ قرض ستنولو كښې ریلیف او د نړيوال اقدام غوښتنه كړې د كومو چې آسټریلیا مرسته كړې۔ وزیراعظم عمران خان د دوه اړخيزه اړيكو په اړه د اطمینان څرګندونې سره په دې خبره زور راوړو چې پاکستان او آسټریلیا بيلو څانګو كښې په شريكه ګته اډانه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش لري ۔ وزیراعظم افغان امن عمل كښې د پاکستان مثبت کردار رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې امن د ټولې سيمې او پاکستان لپاره مهم دے، افغانستان كښې امن بحالۍ سره به تجارت او نړيواله رابطه کاری زياته شي۔ وزیراعظم عمران خان د آسټریلیا وزیراعظم له د پاکستان دورې كولو بلنه وركړه۔ په دې موقع د آسټریليا وزیراعظم د کورونا وباﺀ مخنيوي په اړه د هيواد د اړخه د كړو هڅو څخه خبر كړو۔ ده افغان امن عمل كښې د پاکستان مثبت کردار اعتراف وكړو۔ د آسټریليا وزیراعظم خپل پاکستاني هم منصب له د آسټریلیا دورې بلنه هم وركړه۔
د وزیراعظم عمران خان د آسټریلیا وزیراعظم سکاټ موریسن سره تیلیفوني تماس
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن