اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم وياند او د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګِل وئيلي دي چې دوه لسيزې پس د پاکستان د روس دوره ممكن شوه ، دې څخه وړاندې چې كومې دورې شوې هغه دوه اړخيزه نه وي، د تير وخت او د اوسنې دور د روس ډير فرق دې۔د ګل په ورځ د وزیراعظم عمران خان د روس دورې څخه وړاندې په خپل يو بيان كښې ده ووئيل اوسنې وخت كښې د روس سیاسی او معاشی اړيكې تر ډير حد ښې شوې۔ ده ووئيل روس د چین ښه معاشی او سیاسی اتحادي دې ،بل پلو پاکستان هم د چين ښه اتحادی دے،سباؤن كښې به د روس او پاكستان ترمينځه ښه اړيكې وي۔ده ووئيل د صدر پیوټن د اسلاموفوبیا بیان خوشبينه دې، وزیراعظم عمران خان د اسلاموفوبیا مقدمه په نړيواله كچه كړې ۔ډاكټر شهباز ګل ووئيل عمران خان وړومبې مسلمان حکمران دے چا چې لويديز د مسلمانانو د جذبات څخه خبر كړې دې
مضمون کا ماخذ : راکی