اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد الزهبي وئيلي دي چې په کنونشن كښې د شامل فریقینو 28 م کنفرنس به پاكستان لپاره او د موسميا??ي بدلونونو د لاسه د ځپلې شويو هېوادونو مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه كولو يوه په زړه پورې موقعه وي۔ عرب نيوز سره يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان د موسميا??ي بدلونونو دلاسه په زيات 5 ځپلې شويو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده زياته كړه چې پاکستانې پلاوې كوم چې دبئی اېکسپو كښې په سی او پی 28م كنفرنس كښې ګډون كوؤنكې دې لپاره دا يوه غوره موقعه ده چې د موسمیاتی بدلونونو دلاسه د ځپليو شويو هېوادونو مرستې په اړه په نورو خيالونو د خيالاتو څرګندونه وكړي۔ د 28 م سي او پي په اړه خپلو خبرو كښې د يو اے اي سفير ووئيل په د?? كښې د پېرس لوظنامې جاج اخستل هم شامل دي۔ ده ووئيل یو اے ای به 30 نومبر څخ?? تر 12 دسمبر د سی او پی 28 م كنفرنس كوربتوب ??وي?? په د?? نړيوال كنفرنس كښې به نزدې 70,000 كسان ګډون ??وي?? په كومو كښې به چې حكومتي مشران٬ سركاري چارواكي ٬ د نړيوال صنعت لارښود ٬ د نجي څانګې استازي ٬ د زده كړې پوهان ٬ ځوانان او غېر رياستي پلاوي شامل وي۔ ده ووئيل د پاكستان شمېر د موسميا??ي بدلونونو د لاسه په ګرده نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلې شويو هېوادونو كښې كېږي۔ ده ووئيل په جون 2022 كښې د راغلي سېلاب له امله 1,700 څخ?? زيات كسان مړه شوي او د فصلونو زياتره برخه اوبو لمينځه وړولې وه۔ د سېلاب د لاسه د شوي معاشي زيانونو تخمينه 30 بلين ډالر څخ?? زياته لګولې شوې ده۔
د 28م سی او پی کنفرنس به پاکستان لپاره د موسمياتي بدلونونو په اړه د خيالاتو څرګندونې له په زړه پورې موقعه وي ٬ د يو اے اي سفير
Wealth Forging Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر