ګوادر 27 جولائي (اے پي پي) و??ير??عظم محمد شهباز شريف وئيلي د ګوادر او بلوچستان په وسائلو وړومبې حق د ځائي اولس دے٬ په خوا او شا هېوادونو كښې ناست هېواد دښمن نه غواړي چې بلوچستان ترقي وكړي او دلته سياسي استحكام وي٬ بلوچستان خپلې مرضۍ سره په پاکستان كښې د شاملېدو پرېكړه كړې وه٬ مونږ له د دې پرېكړه تکريم او تعظيم كول پكار دې٬ بلوچستان د پرمختګ خوشحالي په زغل كښې شاملول وړومبۍ ترجيح ده٬ مونږ ګوادر د نړۍ بهترين بندرځائ جوړول غواړو۔ د زيارت په ورځ په ګوادر بزنس سنټر كښې مستحق فشرمېنز ته د مرستې چېكس وركولو او د ګوادر پوهنتون ذهين زده كوٶنكو ته د لېپ ټاپس وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې و??ير??عظم ووئيل بلوچستان د مېړنو او زړه ورو بلوچيانو، پښتنو، براهوي او د نورو قامونو صوبه ده كومې ته چې لوي څښتن بلها وسائل وركړې دي۔ و??ير??عظم ووئيل په كال 2013 كښې چې كله نواز شريف په درېم ځل و??ير??عظم منتخب شو نو د بلوچستان او ګوادر ترقۍ ??و خوشحالۍ لپاره ئې احسن اقبال او نورو و??ير??نو سره په ګډه د اولسي نوعيت منصوبو پلان جوړ كړې ٬ نن چې زه كوم ځائ كښې ولاړ يم دلته په ګوادر د څښلو اوبو، ايران څخه د برېښنا ترسيل، پنجګور څخه د ټرانسميشن لائن، د اوبو ټريټمنټ او صوبې له د نورو منصوبو لپاره د زړه د خلاصه كار شوې٬ خو په تېرو څلورو كالو كښې هېڅ كار نه دې شوې٬ دا د منصوبه بندۍ له مخې په دې منصوو كار نه دې شوې حالانكه دا منصوبې د سي پېك له مخې د چين په معاونت بشپړېدونكې وې٬ د سي پېك له مخې ګوادر صنعتي زون، ګوادر روغتون، ګوادر ائيرپورټ او نورو منصوبو لپاره د چين ګرانټ له مخې بشپړېدول وو خو دغه منصوبې ختم كړې شوې ۔ و??ير??عظم ووئيل د 15 مياشتو د بلها ستونزو باوجود مونږ د صوبې پرمختګ اوخوشحالۍ لپاره كار كړې٬ د سېلاب په مهال ما خپله د بلوچستان د ګوټ ګوټ دوره كړې٬ زمونږ حكومت په سپېځلي ډول د كورنۍ په سره سېلاب ځپليو لپاره 25 زره روپۍ ابتدائي معاونت وركړې، صوبائي حکومت د خپلو وسائلو څخه د دوي مرسته كړې په دې د ځائي مشرانو مننه كوٶ۔ و??ير??عظم ووئيل بلوچستان له لوي څښتن معدنيات وركړې دي سوئي ګېس، ريکوډك او سينډک په صورت كښې دلته خزانې ښخې دي چې پرې د صوبو د اولس وړومبې حق دے ۔ و??ير??عظم ووئيل د ريکوډك په معامله د پاكستان حکومت ته اربونو روپو زيات شوې او ځ??ئي اولس ته د ېوي پېسې فائده نه دې رسېدلے٬ په ګوادر وړومبې حق د ګوادراو د بلوچستان د اولس دے٬ ځائي اولس ته به د بندرځائ جوړېدو سره د څښلو اوبه، تعليم، صحت او روزګار وركول پكار دي دغسې چې اولس پوهه شي چې د پرمختګ دا منصوبې دوي لپاره دي چې ورسره به نه يوازې د دوي د ژوند معيار لوړ شي بلكې په سيمه كښې به معاشي پرمختګ خوشحالي هم راشي۔ و??ير??عظم ووئيل چې په تېرو 15 مياشتو كښې مونږ د بلها ستونزو سره كار كړے دے٬ آئي اېم اېف سره لوظنامه شوې٬ مونږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړې چې پكښې د چين، سعودي عرب او متحده عرب امارات مونږ سره بلها مرسته شامل ده، پرون د چين ايګزم بېنك د پاکستان 2.4 اربه ډالره قر??ه رول اوور كړه۔ و??ير??عظم ووئيل زه د بلوچستان اولس په خاص توګه زده كوٶنكو انجونو او ځوانانو ته وائيم كوم خلق چې زمونږ خېرخواه دي او كومو هېوادونو چې د شرطونو نه غېر زمونږ مرسته كړې د دغه خلقو او هېواد خېرخواهي او حفاظت زمونږ ذمه واري ده ٬ مونږ ټيکنالوجۍ او سرمايه کارۍ لپاره خپل دوست او خېرخواه هېوادونو پلو سترګې نيولې دي۔ و??ير??عظم ووئيل زده كوونكو په ستونز مند وضعه كښې د وسائلو نه غېر په تعليمي مېدان كښې خپله پوهه ثابت كړې ده٬ د لېپ ټاپ منصوبه د څلورو واړو صوبو ملكيت دے او د دې دارومدار په مېرټ دے۔ و??ير??عظم ووئيل د آبادۍ تناسب سره په لېپ ټاپ سکيم كښې د بلوچستان برخه 6 فيصده ده خو ما احسن اقبال ته خواست كولو سره دا برخه 14 فيصده كړې ده، راتلونكې كال كښې به دا برخه اتلس فيصده كوٶ۔ و??ير??عظم زمونږ خواهش دې چې د كرا??ۍ٬ لاهور او پېښور غوندې كوئټه كښې هم ترقي او خوشحالي وي۔ و??ير??عظم د خپل تقرير په پائي كښې ووئيل چين د پاکستان خېرخواه، همدرد او دوست هېواد دے چا چې په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ و??ير??عظم ووئيل چې بلوچستان او په پاکستان كښې كار كوٶنكي د چين وګړو حفاظت زمونږ له د خپل ځان نه زيات پكار دے ځكه چې دوي زمونږ خېرخواه او دوستان دي۔ و??ير??عظم په آخر كښې د پاکستان زنده باد او قائداعظم زنده باد نعرے ووهلې او ګډون كوونكو جوش او جذبنې سره ځواب وركړو۔ د بلوچستان ګورنر ، وفاقي و??ير??ن احسن اقبال، مولانا اسعد محمود، سيد فېصل سبزواري، شزه فاطمه خواجه او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ و??ير??عظم په دې موقع مستحق فشرمېنز له د مرستې چېكس او د ګوادر پوهنون ذهين زده كوونكو له لېپ ټاپس وركړل٬ مستحق فشرمېنز له 2.5 لكه روپۍ سړي سر چېكونه وركړې شوي دي۔
د ګوادر او بلوچستان په وسائلو وړومبې حق د ځائي اولس دے٬ بلوچستان د پرمختګ خوشحالي په زغل كښې شاملول وړومبۍ ترجيح ده٬ مونږ ګوادر د نړۍ بهترين بندرځائ جوړول غواړو۔ وزيراعظم شهباز شريف
T1 Electronics Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج