لاهور۔4فروری (اے پی پی) پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاكټر طارق محمود خان وئيلي دي چې په سياسي عمل كښې مېرمنې ٬ ځوانان ٬ نرښځيان او اقليتونه شاملول او دوئي خپلواكه جوړول ضروري دي۔ ده د اتوار په ورځ په ځايي هوتل كښې د پرېس انفارمنېشن ډيپارټمنټ تر اهتمام لاندې “د پاکستان د ټولټا??نو 2024 ” په سرخط سيمينار ته خطاب كولو۔ په سيمينار كښې د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پ??رليماني چارو و??اق?? وزير مرتضی سولنګي د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې مهال د ميډيا په شمول د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكي مهم شخصيات موجود وو۔ پرنسپل انفارمېشن آفیسر محمد طارق خان ووئيل چې د سيمينار مقصد د ټا??نو په عمل كښې د ټولنې د ټولو ډلو د شموليت په اهميت رڼا اچول او د دې وكالت كول دي۔ ده ووئيل كومې طبقې چې اقليتي دي د هغوي كانديدانو ته موقعه وركول او مساوات ته پام ګرځول ضروري دي۔ ده ووئيل په اروپا كښې سياسي عمل كښې د اقليتونو شموليت هم باوري كولې شي۔ ده ووئيل د ټكټ جاري كولو په مهال دې د اقليتونو هم خاص خيال وساتلے شي۔ ده په سيمينار كښې په ګډون كولو د و??اق?? وزير مرتضی سولنګي او نورو مننه وكړه۔ سینئر خبريال سلمان غني په مهمه موضوع د سيمينار په كولو د اطلاعاتو او خپرونو وزار ته مباركي وركولو سره ووئيل ددې كار ذمه واري د سياسي ګوندونو ده خو د دې سيمينار د كولو كرېډټ و??اق?? وزير مرتضی سولنګي ته وركوم كوم چې په بنيادي توګه يو خبريال دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې سياسي ګوندونه ځوانانو څخه د ووټ په اخستو پوهېږي خو دوئي د ټا??نو د عمل برخه نه جوړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې 5 كروړه 84 لكه ځوانان ووټران دي كوم چې د ټول ووټرانو 46 فیصد جوړېږي۔ په كال 2018 كښې د ځوانانو د ووټ كاسټ كولو شرح 37 فیصده وه۔ سینئر خبريال سلمان عابد په خپل خطاب كښې د سیاسی ګوندونو د اعلان كړې شويو منشورونو كمزورۍ ذكر كولو سره ووئيل ټا??نو څخه څو ورځې وراندې جوړېدونكې منشورونه خېراتي ماډلې دي۔ په موجوده سياسي نظام كښې د عام وګړي مقدمه ډېره كمزورې ده۔ ده ووئيل د ټا??نو په عمل كښې اقليتونه شاملول زيات ضروري دي۔
په سياسي عمل كښې ميرمنې ٬ ځوانان ٬ نرښځيان او اقليتونه شاملول او دوئي خپلواكه جوړول ضروري دي٬ ډاكټر طارق محمود خان
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena