اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) په سينيټ كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارلماني لارښود سينيټر عرفان ص??يقي د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ لخوا افغان قونصل جنرل سره د وفاقي حكومت او خارجه وزارت سره د مشاورت نه غېر په ??لب كولو د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي په بله ورځ په غصه كښې ده افغان قونصل جنرل سره رابطه كړې او ده ته ئې د ملاقات بلنه وركړې چې مونږ په افغان چارو خبرې كول غواړو خو د دې خبرې هډو ذكر نشته چې پكښې د ترهګرۍ په ضد احتجاج شوے دے۔ د جمعې په ورځ بيرسټر عقيل ملك سره د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې سېنېټر عرفان ص??يقي ووئيل چې مونږ ته معلومه نه ده خو په رسمي توګه جاري كړې شوې خبر پاڼه كښې هم د دې خبرې هېڅ ذكر نشته چې د افغانستان دننه چې كومه ترهګري كېږي چې پكښې زمونږ وسله وال ځواكونه٬ پوليس او عام وګړي شهيدان كېږي د دې په اړه كوم احتجاجي اقدام شوې وي۔ ده ووئيل د دې خبرې هم ذكر نشته چې ده ولې ضروري وګڼل چې د تقرير نه سمدستي وروسته يۍ فارن آفس او حكومت په اعتماد كښې د اخستو نه غېر په خارجه چارو خبرو لپاره افغان قونصل جنرل ??لب كړو۔ ده ووئيل دا داسې معامله ??ه چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په نظر راغلے او دې ګوند يو نوې روايت جوړ كړ۔ ده مثال وړاندې كولو سره ووئيل چې په 66 كښې هم مجيب رحمان خپلو شپږو نكاتو كښې درې څيزونه فيډرل ??ور??منټ سره پرېښي ٶ چې پكښې كرنسي٬ خارجه چارې او دفاع شامل وه خو اوس يو نوې روايت جوړېږي چې هره صوبه خپله ??ارجه پاليسي خپله ??وړوي٬ دغسې كه هره صوبه خپله ??ارجه پاليسي جوړوي نو خېبرپښتونخوا به افغانستان سره، پنجاب به هند او بلوچستان به ايران سره معاملې ترسره كوي۔ ده يادګيرنه وكړه چې دا يو خوفناك روايت دے او دا ډول روايت سره پاكستان سنګين نتيجو سره مخ كېدې شي۔ سينيټر عرفان ص??يقي وووئيل زه به دا معامله د سېنېټ په اېجنډا كښې شاملوم٬ بحث به پرې كوٶ او محاسبه به كوٶ چې دا د آئين او دستور خلاف ورزي ده۔ عرفان ص??يقي ووئيل مونږ به د پارلمان دننه هم٬ په حكومتي كچه هم او د خارجه دفتر په كچه هم د دې مخالفت كوٶ او افغان حكومت له ??ه هم د دې ځواب وركول وي
خارجه پاليسي د وفاق اختيار دے، د خيبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په غصه كښې بيان وركړے خو افغان قونصل جنرل سره د خبرو په مهال ئې د ترهګرۍ ذكر نه دے كړے: سينيټر عرفان صديقي
Tikigoti Trusted Betting Platform
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری