اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د “ارلي چائلډ هډ ډويلپمنټ سي??ټر آف ايکسي لينس” د بنياد تيګه اېښودې ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل تعليم د پرمختګ زينه ده٬ د نړۍ پرمختللي هېوادونه تر ټولو زياته سرمايه كاري په ابتدائي روزنه او تعليم او تربيه كوي۔ د?? هيله څرګنده كړه چې دا س??ټر به په پاکستان كښې د ارلي چائلډ هډ په ډويلپمنټ كښې کليدي کردار ادا كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د دغسې سي??ټر ضرورت محسوسېدو، نن علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ او روپاني فاؤنډيشن په ګډه د دې مركز جوړولو په لور وړومبے ګام واغست چې د ستائنه وړ دے۔ احسن اقبال ووئيل هې??اد د پرمختګ په لور روانولو لپاره د تعليمي ايمرجنسي غوندې ډويلپمنټ ايمرجنسي او په تندۍ سره په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو لپاره ايمرجنسي ته ضرورت دے۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه ټول صلاحيتونه د قامي پرمختګ هدفونو لپاره خرڅ كړو ځكه چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے٬ مونږ ټولو له په ګډه هې??اد د پرمختګ لوړې كچې ته رسول دي۔ پاکستان كښې د يونيسف نمائنده جوشواکر کائر سي??ټر جوړول يو ښه اقدام ګرځولو سره د پوهنتون وائس چانسلر ??روفيسر ډاکټر ناصر محمود او د روپاني فاؤنډيشن چئيرمين نصر الدين رپاني له مباركي وركړه۔ په دې موقع وائس چانسلر ??روفيسر ډاکټر ناصر محمود د ارلي چائلډ هډ ايجوکيشن چئيرمين ډاکټر محمد اطهر حسېن هم دستورې ته وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې ډپټي ډائريکټر ورکس جنېد لياقت په سي??ټر د لګښت، سهولتونو او بشپړتيا په اړه وفاقي وزير ته پريذنټيشن وركړو۔
وفاقي وزير احسن اقبال په اوپن يونيورسټۍ كښې د “ارلي چائلډ هډ ډويلپمنټ سينټر” د بنياد تيګه كېښوده
स्टारबर्स्ट आधिकारिक मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا