لاهور۔24مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف هدايت كړے دے چې د ريكوډك منصوبې په اړه دې په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مش??ورت وكړے شي٬ په دې كښې چې كومې هم ستونزې وي هغه دې لرې كړې شي٬ په بلوچستان كښې معدنياتو څخه بشپړه ګټه پورته كولو له به د مواصلات انفراسټرکچر حوالې سره منصوبه سازي كولې شي ٬ بلخوا و??ير??عظم په رېکوډک روډ ورېل کنکټیویټی راروانه اونۍ بشپړ بريفنګ غوښتلے دے۔ د اتوار په ورځ د و??ير??عظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د و??ير??عظم شهباز شريف په مش??ۍ كښې د رېکوډك منصوبې حوالې سره مهمه غونډه په لاهور كښې وشوه۔ په غونډه كښې د بیرک ګولډ کمپنۍ پلاوي د چیف اېګزېکټو آفیسر مارک برسټوو مش??ۍ كښې د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې و??ير??عظم ووئيل په ریکوډک منصوبې د كار كوؤنكو او ریکوډک څخه تر بندر ځايې د لاجسټکس او آمدورفت حوالې سره امنيت باوري كولې شي۔ ده ووئيل د منصوبې حوالې سره به په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مش??ورت كولې شي او چرته هم چې كومې ستونزې وي هغه به لرې كولې شي۔ و??ير??عظم ووئيل په بلوچستان كښې معدنياتو څخه بشپړه ګټه پورته كولو له به د مواصلات انفراسټرکچر حوالې سره منصوبه سازي كولې شي۔ و??ير??عظم هدايت وكړو چې ریکوډک منصوبه د سړك د لارې ګودار سره لنك كولو له دې د موجودہ روډ نېټ ورک اپ ګرېډېشن كار زر تر زره وكړې شي۔ ده ووئيل نوي ر??لوے لائن څخه به زيات معدنيات لرونكې ضلع استفاده وكړي او د كان كنۍ صنعت ته به وده ترلاسه شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د ریکوډک منصوبے فزیبیلټی به د روان كال تر دسمبر مياشتې ترسره كړې شي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې ریکوډک څخه به هره مياشت 6 زره كنټېنرې بندر ځايې ته ځي۔ و??ير??عظم په رېكوډك روډ اېنډ رېل کنېکټوټی راروانه اونۍ بشپړ بريفنګ وغوښتلو۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزیب ، د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن جهانزیب او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د ريكوډك منصوبې په اړه دې په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت وكړے شي٬ په دې كښې چې كومې هم ستونزې وي هغه دې لرې كړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Dim Sum Mania Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II