اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي په سوشل ميډيا د عدليه په ضد ناوړه كمپائن چلولے شوے او په دې نوټس جاري كړے شوے، په سوشل ميډيا د خبريالانو او ??وټ??برز د ځورولو ډنډوره كېږي٬ چا ته نوټس جاري كول د ځورولو په زمره كښې نه راځي۔ د ګل په ورځ د “جي ټي وي” په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په قانوني توګه اېف آئي اے د نوټس جاري كولو اختيار لري، اېف آئي اے 32 خبريالانو ، ??وټ??وبرز او 22 سياسي كسانو ته نوټس جاري كړے چې ھغوي دې په فلانۍ نيټه خپل موقف لپاره راشي۔ ده ووئيل تر اوسه دا نوټس برقرار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د آئين ارټيكل 19 ل?? مخئ تنقيد كولو ته آئيني تحفظ ترلاسه دے خو د تنقيد په نامه څوك ذليل كول او د هغوي سپكاوے كول د ذكر شوي ارټيكل په دائره كښې نه راځي۔ ده ووئيل څوك د قانون نه پرته نه دي٬ كه چا د قانون خلاف ورزي كړې نو بايد قانون سر?? مخ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ورځپاڼو كښې د هر ډول خبر ت??دي?? لپاره ګېټ كيپر نظام موجود وي، د دې نظام د لارې دا ت??دي?? كېږي چې فلانې خبر سم دے يا نه دے خو په سوشل ميډيا ځينې ??وټ??وبرز يو نوې سياسي معيشت تخليق كړے چې ھغه به دومره لوئې دروغ وائي او پروپې??نډ?? به كوينو د دغې ويوز به دومره زيات رامېنځ ته كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د قانون په خلاف ورزۍ پي ??ي اے هر يو وېب پاڼه بندولې شي، كه يو خاص وېب پاڼه بنده شوې وي او كه د قانون خلاف ورزي نه وې شوې نو د دغې شكايت پي ??ي اے ته كېدے شي۔
په سوشل ميډيا د خبريالانو او يوټوبرز د ځورولو ډنډوره كېږي٬ چا ته نوټس جاري كول د ځورولو په زمره كښې نه راځي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي “جي ټي وي” پروګرام كښې خبرې
God of Luck official entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ