سوات 30 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې د سېلاب په وجه زياته مسئله په بلوچستان كښې ده چرته چې پوره كلي د مينځه تللي٬په سندھ كښې څلور څلور فټه اوبه ولاړې دي٬د خيمو زيات ضرورت دے٬د بهرنيو هېوادونو څخه د خيمو راغوښتلو هڅې كوو٬د پوځ لخوا هم خيمې وركولې شي٬د اېن سي او سي په طرز هېډكوارټز جوړ كړې شوې٬چرته به چې د مرستې ډېټا راغونډولې شي۔د كال 2010م په سېلاب كښې هم داسې تباهي شوې وه بېرته په هغو ځايونو د ودانيو جوړولو اجازه وركولو سره د غفلت څرګندونه شوې۔بايد د ذمه وارو په ضد قانوني كاروائي وكړی شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د سوات دورې په موقع سېلاب ځپليو او ګير شويو خلكو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د سوات د كانجو د دورې په موقع د كالام څخه د چورلكې د لارې د منتقل كړې شويو ځپليو سره ملاقات وكړو۔كانجو كېنټ ته په راوړلې شوې ځپليو كښې د سېلګرو كورنۍ هم شامل وې۔سرلښكر د كانجو په هيلي پيډ د مېډيا استازو سره لنډې خبرې هم وكړې۔د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د سېلاب د زيان اندازه لا لګول دي٬د سېلاب د لويې زيان اندازې لپاره به ضلعي انتظاميه٬صوبائي حكومتونه او پوځ په ګډه سروے كوي۔ده ووئيل چې په كالام كښې كافي زيان شوې٬پلونه او هوټلې تباه شوې دي۔ده ووئيل چې د كال 2010م په سېلاب كښې هم داسې تباهي شوې وه بېرته په هغو ځايونو د ودانيو جوړولو اجازه وركولو سره د غفلت څرګندونه شوې۔بايد د ذمه وارو په ضد قانوني كاروائي وكړی شي۔ده ووئيل چې په دې وخت كښې تر ټولو ضروري كار د كالام سړك پرانستل دي٬هيله ده چې د شپږو نه تر اوو ورځو به سړك پرانستلې شي او په كالام كښې ګير شوي خلك اوباسو او په كالام كښې اوس د بحران صورتحال نه دې۔ده ووئيل چې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره په خواست ډېر ښه رسپانس دے٬په دې وخت كښې بېلا بېلو فلاحي ادارو٬سياسي ګوندونو او د پاكستان پوځ خپل رېليف مركزونه پرانستلي دي۔د اېن سي او سي په طرز هېډكوارټر جوړ كړې شوې چرته به چې د مرستې ډېټا راغونډولې شي۔د منصوبه بندۍ وزير به مرسته هغه ځاې ته لېږي چرته چې ضرورت وي٬جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د خلكو رسپانس ډېر ښه دے٬ څو څو ټنه راشن راغونډولې شي۔د خيمو مسئلو به وي٬په سندھ او بلوچستان كښې د خيمو زيات ضرورت دې۔ده ووئيل چې د يو اے اي٬تركيې او چين څخه د مرستې سامان پروازونه راتلل پېل شوي دي۔د سعودي او قطر څخه به هم پروازونه راتلل پېل شي۔دوست هېوادونو پاكستان په مصيبت كښې كله هم يوازې نه دې پرېښې۔او انشاﺀ الله په راتلونكي وخت كښې به يې هم نه پرېږدي۔ده ووئيل چې د پاكستانيانو او په خاص توګه د بهر مېشته پاكستانيانو رسپانس ډېر ښه دے٬مونږ ته به ځپليو ته كورونه جوړولو سره وركول وي٬مونږ به انشاﺀ الله ځپليو ته پري فيب كورونه جوړولو سره وركوو٬دلته دومره مسئله نشته۔
د بلوچستان پوره پوره كلي د مينځه تللي٬د خيمو زيات ضرورت دے٬د پوځ لخوا هم خيمې وركولې كېږي۔د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د مېډيا استازو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں