د پوليو مخنيوې يو قامي مقصد دے كومې له چې مونږ ټول يو موټې يوو٬ مونږ له به هر ماشوم ته رسېدل وي۔ د وزيراعظم انوار الحق کاکړ دپوليو مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته وېنا
Ninja vs. Samurai Entertainment Platform Official Website
APP37-241023
ISLAMABAD: October 24 - The Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar addresses a ceremony organised to commemorate World Polio Day. APP/MAF/TZD/FHA
اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د پوليو پشمول ټولنې څخ?? د ټولو منفي رويو خاتمه وړومبۍ ترجيح ده?? د ??وليو مخنيوې يو قامي مقصد دے كوم لپاره چې مونږ ټول يو موټې يو?? د ??وليو څاڅكي وركولو له به مونږ له هر ماشوم ته رسېدل وي، پاکستان كښې پرمختيائي شراكتدارو سره په ګډه د پوليو مخنيوي ??و د زچه و بچه درملنې لپاره موثره اقدامات كولې شي، د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال يو شمېر پوليو وركرز او امنيتي اهلكارو د وظيفې په مهال خپل ځانونه قربان كړې دي?? د ??وليو په خاتمه كښې د بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاؤنډېشن خدمات هېرېدې نشي، د پوليو مخنيوي په لاره كښې رامخې ته كېدونكې خنډان به سر پورته كولو ته نه پرېږدو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي ??و د صحت وفاقي وزير ډاکټر نديم جان هم موجود ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د پوليو مخنيوي نړيواله ورځ د ډاكټر جونس سالك د سالګرې په ياد كښې لمانځلې كېږي د چا په مشرۍ كښې چې د كال 1950 په وړومبۍ لسيزه كښې د پوليو مخنيوي واكسين تيارول پېل كړې شوي٬ د دغه واكسين په سبب ګرده نړۍ كښې د دوه كروړه نه زيات كسان د پوليو مرګوني رنځ څخ?? خلاص شوي٬ كه دا واكسين نه وې تيار كړې شوې نو نن به د نړۍ صورتحال مختلف وې۔ ده ووئيل پاكستان كښې په كال 1988 كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شوې٬ په دغه مهال د نړۍ په 125 هېوادونو كښې دا وائرس موجود ٶ ??و د درې نيم لكه نه زيات كوچنيان معذوره شوي وو٬ پاكستان او افغانستان دوه داسې هېوادونه دي چرته چې د پوليو كېسز رامخې ته شوې دي٬ پاكستان د پوليو خاتمې لپاره بشپړه اقدامات كړې دي، په كال 2022 كښې د پوليو وائرس د ښكار شوې كوچنيانو شمېره 22 وه كومه چې اوس يوازې 4 پاتې شوې ده۔ ده ووئيل په كومو سيمو كښې چې د پوليو كېسونه رامخې ته كېږي هلته د غذا وركړه٬ د درملنې بهترين سهولتونه ??و د صفائي صورتحال ښه كولو لپاره هڅې جاري دي?? د ??اكستان د پوليو پروګرام ډېره موثره دے چې په سبب ئې په هېواد كښې كوچنيان د پوليو وائرس څخ?? په ساتلو كښې بريا شوې ده، د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال يو شمېر پوليو وركرز او امنيتي اهلكارو د وظيفې په مهال خپل ځانونه قربان كړې دي د دوي خدمات او قربانۍ د ستائنې وړ د?? چا چې په ستونزمنه وضعه كښې هم خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي خو د پوليو خاتمې لپاره د دوي عزم متزلزل شوې نه دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د كال 2011 نه پس زمونږ يو شمېر وركرز د پوليو خاتمې لپاره د هڅو په مهال قربانۍ وركولو سره د نوي كول تحفظ لپاره ځانونه قربان كړې دي او په دې موقع يو شمېر وركرز ژوبل شوې هم دي، د دې مقصد په ترلاسه كول لپاره مونږ دوي كورنيو سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوٶ۔ ده ووئيل مونږ له به د دې څيز احساس كول وي چې په نړۍ كښې د پوليو بشپړه خاتمې پحقله كال 2024 كښې په مونږ لويه ذمه واري راځي ??و دې لپاره به مونږ له هر ډول اقدامات كول وي دغسې چې د پوليو خپرېدو لاره ونيولې شي، د پوليو خاتمې لپاره به هر كوچني ته واكسين وركول باوري كول وي۔ ده ووئيل صحت مند ژوند د هر كوچني حق دے?? د ??ړۍ د نورو هېوادونو د كوچنيانو غو??دې د پاكستان او افغانستان كوچنيان هم د صحت مند ژوند حق لري ٬د پوليو پشمول ټولنې څخ?? د ټولو منفي رويو خاتمه وړومبې ترجيح ده?? د ??وليو مخنيوې يو قامي مقصد دے كوم له چې مونږ ټول يو موټې يو٬ په دې لړ كښې د مذهبي لارښود څخ?? هم معاونت ترلاسه كېدې شي?? د ??وليو په خاتمه كښې د بل اېنډ ملېنډا ګېټس خدمات هېرېدې نشي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د خپل قامي مقصد ترلاسه كولو نه نه په شا كېږو ??و دې لپاره په حكومتي او ذاتي كچه چرته چې هم ضرورت وي خپل خدمات به وړاندې كوم۔ دستورې ته د روټري انټرنېشنل ??و د يونيسف نمائندګانو هم وېنا وكړه۔ د دستورې په پائي كښې وزيراعظم د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال شهيد شوې د پوليو اهلكارو كورنيو ??و د ژوبل شويو د خدماتو په اعتراف كښې توصيفي سندونه هم تقسيم كړل