اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په كراچۍ كښې د روزګار لپاره د خواري كښو او افرادي قوت تر صنعتونو رسنې ته حكومت پام لرنه كوي۔ ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر ملاقات كړې۔وزيراعظم ته د كراچۍ پرمختګ لپاره په روانو په بېلو پروژو د پېشرفت په اړه ووئيل شو۔وزيرعظم خبر كړې شو د نيو كراچي سركلر رېلوے د پېل كولو منظوري به زر واخستلې شي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان وفاقي حكومت د پاكستان تر ټولو لويې ښار خلكو له د ټرانسپورټ آسانۍ وركړه باوري كوي۔پخوانو حكومتونو د هېواد اقتصادي مركز كراچۍ نظرانداز كړې۔وزيراعظم ووئيل په كراچۍ كښې روزګار لپاره د مزدورانو او افرادي قوت تر صنعتونو آسانه رسنه باوري كولو ته حكومت پام لرنه كوي
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا